د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

پيښور: په زیارت کې بمي چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د پيښور امنيتي مسوولین وايي د تیرې ورځې په بمي چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلوردیرشو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

چاودنه تیر مازیګر په سیمه ييز وخت شاوخوا شپږ بجې د هزار خوانۍ سیمې د پينځو پيرانو نومي زیارت په وره کې وشوه.

پولیس وايي نا څرګندو کسانو چاودیدونکي مواد د زیارت مخې ته په یوه کراچۍ کې ځای پر ځای کړي وو او ګومان کیږي چې له لرې کنترولیدل او یاهم ټایم بم و.

د پيښور یوه امنيتي مسوول ظفر علي شاه د پولیسو د لومړنیو تحقیقاتو پر بنسټ وویل، چې په دې چاودنه کې له لسو تر دولس کلو ګرامه پورې چاودیدونکي مواد کارول شوي :

( د پولیسو د اړوندې څانګې د څیړنو له مخې له لسو تر دولس کلوګرامه پورې چاودیدونکي مواد په یوه خرګاډي کې ځای پرځای شوي وو.
تر دې دمه روغتون ته ۱۹ تنه لیږدول شوي، خو د یوشمیر ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی)


نوموړي د مړو و زخمیانو شمیر ۱۹ تنه وښود خو په عین حال کې د لیډي ريډنګ یا جرنیلي روغتون سرچینې بیا اصل شمیر ۳۴ تنه ښيي.

د لیډي ريډنګ روغتون ویاند سید جمیل شاه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د یوې خور و ورور په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دی.

ټپيانو کې اتلس تنه يې نارینه، پينځه ښځمنې او څلور يې ماشومان دي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه دومره زوروره وه، چې تر څو کلومترۍ يې غږ واوریدل شو او شاوخوا کورونو ته يې هم جزوي زیان ورساوه.

عبدالماجد چې له خپلو دوو نورو ملګرو سره ټپي شوی وايي، د کرکټ له لوبې وروسته دزیارت مخې ته روان وو، چې ناڅاپه پرې چاودنې وشوه.

دی وايي چاودنه دومره زوروره وه چې له ډز سره سم هره خوا توره تیاره خوره شوه او هیڅ يې نه لیدل.

د پيښې یو تن عیني شاهد فرید خان بیا وايي، چې له چاودنې سره سم په څيرمه کورونو کې هم خاورې او دوړې ووریدې او د کورونو هندارې یې ورماته کړې.

فرید خان وايي په دې پيښه کې ددوی د کورنۍ ګڼ شمیر کسان ټپیان دي او نه پوهیږي چې بچ به شي که څنګه؟

عیني شاهدان وايي، د هرې پنجشنبې پشان د چاودنې په وخت په زیارت کې ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم موجود وو.

د نورو هغو پشان پنځو پيرانو زیارت هم د جمعې په شپه د څيرمه کلیو او سیمو خلک د دعا او منښتو لپاره ځي او دودیز عبادات پکې کوي.

د زیارت کوونکیو پشان یوشمیر هغه تنکي ځوانان هم پکې ټپيان شوي، چې د کرکټ لوبې وروسته له سیمې نه تیریدل.

په پيښور او شاوخوا سیمو کې له تیرو څو کلونو راهیسې د صوفیانو زیارتونه په نښه کیږي.

له دې وړاندې د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا، د څوکنو میاعمر، بهادر بابا، عبدالشکور ملنګ او په دې وروستیو کې اجمل خټک په زیارت کې ورته چاودنې شوي.

ځينې مهال وسله وال طالبان او نورې سخت دریزې ډلې ددې پيښو مسوولیت مني او وايي، چې په زیارتونو کې بدعات او غیر شرعي کارونه دوی مجبوروي څو په ورته اقدام لاس پورې کړي.

که څه هم تر اوسه لا چا ددې پيښې مسوولیت نه دی منلی، خو ګومان کیږي، چې دا چاودنه به هم د همدې لړۍ یوه کړۍ وي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG