د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د کابل ښار په قرغه کې وسله واله نښته پای ته ورسېده


په قرغه کې د سپوږمۍ په نامه هوټل
په قرغه کې د سپوږمۍ په نامه هوټل
د کابل د قرغې په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو تر منځ جګړه له دیارلس ساعتونو وروسته د جمعې په ورځ پای ته ورسیده.

دغه برید د جمعې په شپه شاوخوا یوولس بجې د قرغې په سیمه کې د سپوږمۍ په نوم په یو هوټل وشو.


وسله والو طالبانو په داسې حال کې په دې سیمې برید وکړ؛ چې ډیر شمېر خلک دلته د تفریح او د شپې ډوډې خوړلو لپاره تللي وو.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې په دې پېښه کې شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پیښه کې څلور تنه وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.

″جګړه پای ته ورسیده او ټول تروریستان چې راغلي وو او برید کې کړی و؛ له منځه لاړل.

سیمه تر څیړنې لاندې ده او نور جزیات به هم تاسو ته وروسته درکړو. د ده په وینا په دې پېښه کې ۱۵ تنو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.″

د ده په وینا ښايي د وژل شویو او ټپي شویو کسانو په شمیر کې هم بدلون راشي، خو وایي چې په دې هکله یې څیړنې روانې دي.

قرغه په کابل کې یوه له هغو سیمو څخه ده، چې کله کله عام خلک د میلې او تفریح لپاره دلته ځي.

د سپوږمۍ په نوم هوټل په دې وروستیو دوه یا دریو کلونو کې د کورنیو لپاره جوړ شوی وو او خلک به د ډوډۍ خوړلو لپاره ورتلل او ځانونه به یې په کې آرام احساسول.

په سیمه کې یو شمیر عیني شاهدان چې تیره شپه دغه هوټل ته د ډوډی خوړلو لپاره تللي وو وایي؛ چې دغه هوټل ته ګڼ شمېر کورنۍ هم راغلې وې او د مرمیو غږونو ډوډی ورباندې زهر کړه.

″تیره شپه لس نیمې بجې وې، چې زه مې له ورور سره سپوږمۍ هوټل ته لاړم، د نورو شپو په پرتله ډیره ګڼه ګوڼه وه، داسې کومه ځانګړې میله نه وه. یو څو کورنې هم راغلې وې.

موږ له هوټل نه راووتو او د پله په سر یو څو شیبې ودریدو، پولیس هلته ګرځیدل، موږ چې راووتو نو لږ رالیرې شوي وو، چې غالمغال شو او د موټرو او مرمیو غږونه واوریدل شول؛ نو مونږ هم د کور په لور روان شو.″

دا لومړی ځل نه دی، چې د وسله والو طالبانو له خوا دا ډول سیمې په نخښه کیږي، بلکې مخکې یې هم څو څلو ځله له دا ډول سیمو نه په استفادې سره په حکومتي ودانیو جګړې پیل کړي.

څه موده مخکې وسله والو طالبانو په یو مهال څو حکومتي ودانۍ په نخښه کړې؛ چې په هغو کې د افغانستان ملي شورا، د افغانستان د ملي امینت ځینې دفترونه او د امریکا سفارت په نخښه کړي وو.

دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ ولسمشر حامد کرزي د هیواد له درې ګونو قواوو سره په غونډه کې وویل؛ چې دوی کولای شي له دوه زره څوارلسم کال وروسته خپلې ټولې چارې په خپل لاس کې واخلي.


پخواني معلومات:

د کابل ښار د قرغې سیمې په سپوږمۍ هوټل کې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ نښته له ۱۲ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې په دې نښته کې درې تنه ملکیا او یو تن پولیس وژل شوي دي.

خو د صدیقي په وینا، ښايي تلفات له دې هم واوړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وسله وال، چې شاوخوا اوه تنه وو، بېګاه یې یوولس بجې د شپې پر سپوږمۍ هوټل برید وکړ.

طالب وسله والو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
XS
SM
MD
LG