د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۴

هېواد ته ستانه شوي کډوال سختې شپې سبا کوي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د مهاجرو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه لکنه چاپ کړې چې په یوه برخه کې یې ویل شوي، له ۲۰۰۲ څخه را په دې خوا څه باندې پنځه ملیونه افغانان د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په مرسته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

ورځپاڼه د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د چارواکو له قوله لیکي، افغانستان ته بېرته ستانه شوي کډوال له سختو شرایطو سره مخامخ دي او یوشمېر یې نه غواړي چې په خپل هیواد کې واوسي.

د واشنګټن پوسټ له لیکنې سره سم، یوشمېر افغانان له وطنه د لېري توب له درده کړېږي. دوی د خپلې ځوانۍ د یادونو د تازه کولو په خاطر غواړي چې بېرته وطن ته لاړ شي، خو کله چې افغانستان ته ځي، د هغو پخوانیو خوږو یادونو درک نه وي او له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي.

ورځپاڼه د څو تنو بېرته ستنو شویو افغانانو نومونه ذکر کړي چې هر یو ځان ته بېلې ستونزې لري.
یو شمېر کډوال چې له پاکستان او ایرانه خپل هیواد ته بېرته تللي، پښتو او دري د پاکستان او ایران په لهجو وايي چې په خپل هیواد کې خلکو ته پردي ښکاري. یوشمېر نورو ته بیا په خپله ځانونه په وطن کې پردي ښکاري.

ورځپاڼه د څو تنو بېرته ستنو شویو کډوالو له قوله کاږي، په افغانستان کې د انسان ژوند نور ارزښت نه لري، دوی هلته ژوند نه شي کولی.

انټرنشنل هیرالډ تریبیون:

انټرنشنل هیرالډ تریبیون ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کې پر افغانستان د امرذیکا او پاکستان د اړیکو اغېز څېړلی دی او په یوه تبصره کې یې، چې عنوان یې دی:(امریکا له دوو پاکستانونو سره مخامخ ده) لیکي؛ په پاکستان کې د قدرت یا واک کړۍ سره وېشل شوي چې څوک نه شي ویلی په دې هیواد کې یو داسي واحد نظام شته چې له هغه سره دې مخامخ تماس ونیول شي.

د هیرالد تریبیون ورځپاڼې له لیکنې سره سم، په امریکا په تېره بیا په کانګریس کې د پاکستان پوځ ته د مخالف په سترګه کتل کېږي ځکه چې د پاکستان پوځ د امریکا پوځ نه پرېږدي چې هغه یاغیان وځپي چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان حملې کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان پوځ او پوځي استخبارات له افغان یاغیانو څخه په استفادې سره په افغانستان کې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کړي او خپل ملکي حکومت هم نه پرېږدي چې په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي.

د انترنشنل هیرالد تریبیون له لیکنې سره سم د پاکستان د اردو او استخباراتو دا کار، په داسي وخت کې چې نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه د وتلو لپاره مرستې ته اړتیا لري، ښايي د دغو قواوو د وتل بهیر اوږد کړي.
XS
SM
MD
LG