د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۲۹

پر قرغه د وسله والو په برید کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
افغان پوليس وايي مشکوکو طالب وسلوالو د کابل د قرغې بند په تفرېحي سيمه کې پر يوه هوټل بريد کړى دى. دغه کسان چې په درنو وسلو سمبال دي، بېګاه ناوخته پر کړی او اوس هم په هوټل کې دي، چې افغان امنيتي ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدېق صدیقي له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه وویل، چې څلورو تنو پر هوټل حمله وکړه. د ده په وینا افغان ځواکونو دوه تنه برید کوونکي وژلي او دوه تنه نور یې اوس هم مقاومت کوي.

د صدیقي په وینا په دغه برید کې یو شمېر ملکیان هم وژل شوي دي او ځينې کسان د وسلوالو له خوا برمته شوي هم دي. خو زيات جزئيات نه دي ورکړل شوي.

وسلوالو طالبانو پر سپوږمۍ هوټل د ډله ييز بريد مسووليت منلى دى.

دا بريد يوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې ولسمشر حامد کرزي درېګونو قواوو ته په وينا کې وويل په داسې حال کې چې د ٢٠١٤م کال تر پاى پورې اکثريت بهرني جنګي ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، پر افغان پوليسو او سرتېرو بريدونه زيات شوي دي.
XS
SM
MD
LG