د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۲۸

شمالي قفقاز کې چارواکو د وسلوالو په پرتله خلکو ته زياتې ستونزې پيدا کړي


د بخښنې د نړېوال سازمان په دې راپور کې ویل شوي چې دوي په سیمه کې د حکومتي استازو له خوا د بشري حقونو څخه د هغو سرغړوایو موارد څیړلي چې په کې په زور د خلکو تري تم کول او غیر عادلانه اعدامونه شامل دي.

دا اداره وايي، دوي همدا راز د دا ډول دوسیو په څیړنه او تعقیب کې د دولتي چارواکې د پاتې راتلو ارزونه هم کړې.

د بخښنې د نړېوال سازمان د اروپا او منځنۍ اسیا د پروګرام مشرجان دال هویسن وايي:

(( تاسو د وسلوالو ډلو په منځ کې هم ځانګړې پېښې لیدلی شئ ، چې د جدي ګواښ څرګندوی دی ، او دا ريښتیا دي. خو په عین حال کې داسې یو امنیتي ځواک هم شته چې د کنترول او حساب ورکونې له ټول مکانیزم څخه بهر او اخوا دي. ))

دال هویسن وايي ، په شمالي قفقاز کې د قانون پلي کونکیو ادارو پیچلی او غیرې شفاف جوړښت چارواکو ته ددې اجازه ورکوي چې له بشري حقونو څخه سرغړاوي وکړي.

نوموړی زیاتوي چې ، د شمالي قفقاز په جمهوریتونو کې بیلا بیلې امنیتي او د قانون پلي کونکې قواوې فعالیت کوي ، دلته د کورنیو چارو د وزارت په چوکاټ کې د فیډرالي ځواکونو نیولې تر سیمه ایزو ځواکونو او د جمهوریت په کچه ځواکونه فعالیت کوي. خو ددوی ترمنځ هم غږي او له یو بل سره همکاري کمه ده.

د دال هویسن په وینا دا ادارې نور امنیتي ادارو ته ډير کله د هغو عملیاتو په اړه چې دوی په کې ښکیل وي معلومات نه ورکوي ، او علت یې دا دی چې ډیر کله په کې جنايي مسلې دخیلې وي.
په دې راپور کې ویل شوي چې څنګه یو شمیر امنیتي مامورین په بې نښو موټرو کې کورنو ته ځي او داسې هیڅ یونیفورم نه کاروي چې هغه اداره چې دا ورپورې تړلی ترې څرګنده شي.

د بښنې د نړیوال سازمان دا راپور تر ډیر په انګوشتیا متمرکزی دی چې د شمالي قفقاز د جمهوریتونو د یوې نمونې په توګه یې یاده کړې :

(( موږ قصدا پر اینګوشتیا تمرکز کړی. دا ددې سیمې هغه جمهوریت نه دی چې ستونزې یې تر نورو ډیرې دي ، په ځینو اړخونو کې په دې جمهوریت کې په وروستیو کلونو کې یو څه پرمختګونه هم شوي ،خو په دې هیواد کې چې کومې ستونزې دي ددې ټولې سیمې نمونوي مشکلات دي.

دې موږ ددې وړ کړو چې ځینې تشکیلاتې مسلې او ستونزې وپیژنو کومې چې په دې سیمه کې د بشري حقونو د سرغړاویو سبب کېږي او د معافیت د داوم لامل دي. بل خوا په وروستیو څو کلونو کې په داغستان کې وضیعت تر ټولو خراب و ، دا جمهوریت هماسې بې ثباته پاتې دی ، ژوره ویشل شوې ټولنه ، چې په کې ډیرې بیلابیلې ډلې او بیلابیلې ګټې دي. او د اداري فساد ګراف هم په کې ډير لوړ دی. ډیر کله پکې د بشري حقونو پراخ سرغړاوي کېږي ، په نورو جمهوریتونو کې بیا هم ډيره دې ته ورته سناریو ده. ))

د بښنې نړیوال سازمان د خپل دې راپور نتیجه په دې راټوله کړي چې ، تر څو چې د شمالي قفقاز په جمهوریتونو کې د بشري حقونو سرغړونکې د عدالت ته راښکنې په برخه کې په روسیه کې سیاسي اراده موجوده نه وي په دې سیمه کې سوله او ثبات نه شي ټنګیدلی.
XS
SM
MD
LG