د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

اتصالات تر۲۰۱۳ پورې ټول افغانستان ته د "3g" خدمات رسوي


د اتصالاتو مخابراتي کمپنۍ وایي، اوس یوازې د کابل او جلال اباد اوسیدونکي د تري جي خدمتونو ته لاس رسی لري، خو زیاتوي چې ډیر ژر به یې په هرات او مزار شریف کې هم فعاله کړي.

د اتصالاتو د بازار موندنې عمومي ریس یاسر ابوالعمایم ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، تري جي یوه پرمختللی انټرنیتي ټکنالوجي ده او تر۲۰۱۳ کاله پورې به ټول افغانان ورته لاس رسی پيدا کړي.

ښاغلی ابوالعمایم وایي، دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې چټک انټرنیت په ارزانه بیه پیدا کیږي:

(تري جي د چټک او باکیفیته انټرنیت یوه نوې ټکنالوجي ده، تاسې کولای شي ددې تکنالوجۍ په مرسته چټ وکړي، فایلونه ډانلوډ او اپلوډ کړی او یوتیوب وګوری.

تري جي د کورنۍ غړي چې سره لرې وو نږدې کړل، ددې په وسیله ویډیو یې خبرې کولای شو.

موږ دا مهال د کابل پنځه نوي فیصده سیمې د تري جي ترپوښښ لاندې لرو، تیره یکشنبه مو په جلال اباد کې هم فعاله کړ، انشاالله موږ به ډیرژر هرات او مزار،بیا کندهاراو بیا په ټول افغانستان کې داسیستم فعال کړو.)

تري جي یا ټیرډ جنریشن د دریم نسل په معنی ده چې د اتصالاتو د کمپنۍ له خوا یې د روان کال په مارچ میاشت کې په فعالیت پیل وکړ.

له دې وړاندې په کابل او ځینو نورو برخو کې د دوه جي یا دویم نسل انټرنیتي شبکه فعاله شوه چې لګښت یې د تري جي په اندازه دی، خو سرعت یې بیا ډیر ورو دی.

د تري جي انټرنیتي تکنالوجي له ایفون سربیره په سامسونګ او نوکیا مبایلونو او همداراز لپ ټاپ کمپیوټرونو کې هم فعاله کیدلی شي.

د اتصالاتو چارواکي وایي، د تري جي تکنالوجي بیه هم کمه ده، د دوي په خبره یوکس کولای شي د نهه سوه افغانیو په بدل کې د یوې میاشتې لپاره څلور جي بي انټرنیت ترلاسه کړي.

د مخابراتو وزارت هم په هېواد کې د تری جي سیستم له فعالیدو هرکلۍ کوي او وايي، چې د دغه سیستم په فعالیدو خلک ګټورو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کولای شي.

د مخابراتو وزیر امیرزی سنګین وایي، د تري جي تکنالوجۍ فعالول به د هېواد په کچه د ځوانانو د پوهې کچه لوړه کړي.

ښاغلی سنګین زیاتوي، تري جی هغه سیستم دی چې له هند پرته ورته د سیمې بل هیواد لاس رسی نه لري.

د اتصالاتو مسولین وایي، د تري جي سرعت د دوه جي په پرتله اوه برابره چټک دی خو وایي، دغه کمپنۍ به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د فور جي یاڅلورم نسل انترنیي ټکنالوجي هم فعاله کړي.

اوس اوس د ایم،تي ان په نامه مخابراتي شرکت هم د تري جی یا چټګ انټرنیت د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG