د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۵

په کابل کې په بهرنیو ژبو پر لیکل شويو لوحو انتقادونه


په کابل کې په بهرنیو ژبو د لوحو لیکل د کابل ښار د ځینو سیمو څیرې بدلې کړې دي.

د ښار په ځینو برخو کې ډیر شمېر لوحې په انګلیسي، اردو او یا هم عربي ژبو لیکل شوي دی.

د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، له دې امله چې دوي په بهرنیو ژبو نه پوهیږي نو نشي کولای دغه لوحې په سمه توګه ولولي.

دوي له حکومت نه غواړي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي او د ټولو هغو دوکاندارانو، د هوټلو مسوولینو او ځینو نورو ادارو چې په بهرنیو ژبو لیکي مخنیوی وکړي.

بل خوا بیا کابل ښاروالۍ وایي، چې دوي د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره یې اقدامات کړي او د دوي په وینا ځینې لاسته راوړنې یې هم لرلې دي.

د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو مشرې راحله کوهستاني په دې هکله ازادۍ راډیو ته وویل، چې ټول هغه کسان به جریمه کړي چې یواځې په بهرنیو ژبو یې لوحې لیکلې وي:

(ټولو سیمو ته مکتوب تللی دی او په کې راغلي، د ښاروالۍ د فرهنګي ریاست له خوا ټول هغه کسان چې په انګلیسي ژبه یې لوحې لیکلې وي جریمه کړي.

لوحې پاکې کړې او له سر نه یې په دري، پښتو او انګلیسي ژبو ولیکۍ).

میرمن کوهستاني د مثال په توګه وویل، چې دوي د کابل ښار په یولسمه ناحیه کې څو لوحې چې په انګلیسي ژبه لیکل شوې وې پاکې کړې.

خو هغې بیا په دې برخه کې د خلکو په خاصه توګه دکاندارانو د نه همکارۍ له امله شکایت وکړ.

هغه وایي، چې تر اوسه یې څو څو ځله دکاندارانو غوښتي چې خپلې لوحې په پښتو او دري ژبو ولیکي خو د هغې په وینا څوګ یې د خبرو پام نه ساتي.

نه یواځې عام خلک بلکې یو شمیر کتونکي هم وایي، چې باید د هېواد ټولې لوحې په دوه ملي ژبو دري او پښتو ولیکل شي.

د فرهنګي چارو کارپوه حبیب الله رفیع وایي، چې باید کابل ښاروالۍ په دې هکله جدي اقدام وکړي.

ښاغلی رفیع وایي، چې له دې کار سره د هېواد له دوه ملي ژبو پښتو او دري سره لوی خیانت کیږي.

په بهرنیو ژبو د لوحو د لیکلو په لیکو د یو شمېر افغانانو له خوا دا نیوکې په داسې حال کې کیږي چې مخکې تر دې هم کابل ښاروالې څو څو ځله ویلي وو چې ددې کار د مخنیوي لپاره یې اقدامات کړي دي.

خو دا چې دا ځل به دوی ددې ستونزې په له منځه وړلو کې څومره بریالي شي دا به د وخت په تیریدو سره څرګند شي.
XS
SM
MD
LG