د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۶

کابل ښاریان: د کرش ماشینونو تولیدات روغتیا زیانمنه کړې


د کابل هغه ښاریان چې د کرش ماشینونه یي د اوسیدو سیمو ته څیرمه لګیدلي شکایت کوي، چې د دې ماشینونو تولیداتو یې هوا ککړه او روغتیا یې زیانمنه کړې ده.

نن سبا په کابل ښار او ښار ته څیرمه سیمو کې د کرش په لسګونو ماشینونه لیدل کېږي چې، فعال او دوړو یې فضا پوښلې وي.

دې ماشینونو سره د نږدې کورونو څو تنو اوسیدونکو ازادۍ رادیو ته وویل، د تیږو ګردونو نه یوازې دا چې د دوي پر روغتیا یي ناوړه اثر کړې بلکې د کرنیزو محصولاتو د ودې مخه یي هم نیولې ده.

د کابل ښار ځینو اوسیدونکو خپل شکایت داسې بیان کړ:

«محمد دل نومیږم، ارزان قیمت کې یې درې ماشینونه کورو سره نږدې لګولي، ټوله هوا یي ککړه کړې ده، ماشومان چې ښوونځي ته ځي په دوړو کې پټ وي، زړه به دې پرې وسوزي.

زمانوم شیرین اغا دی، د کرش ګردونه سیني، ته ډیر ضرر رسوي.»

د کرش یا د تیږو د ماتولو، میده کولو او ډیزاینولو ماشینونه د کابل په شمال، بود خاک، احمد شاه بابا مینه، بګرامی، څرخي پله، کمپنۍ، د خیرخانې مینې په لویدیځه برخه او داسې نورو سیمو کې لیدل کېږي، چې شمېر یي شاوخوا دوه سوو ته رسیږي.

د کابل ښار چاپیریال په وروستیو کلونو کې د خلکو او موټرو د بې سارې ګڼه ګونې، د کاروبار د زیاتیدو او بې پلانونه ودانیو له امله، ښاریانو ته ستونزمن شوي دي.

کابل ښاروالۍ، د چاپیریال ساتنې ملي اداره او یو شمېر نورې موسسې هڅې کوي چې، ستونزه کمه کړي، خو لیدل کېږي چې ستونزه دومره پراخه شوې چې حل یې ډیر وخت، ډیر کار، ډیر پرسونل او ډیره بودجه غواړي.

د چاپیریال ساتنې ملي اداره دا ستونزه د اندیښنې وړ ګڼي، خو وایي چې د کرش د ماشینونو د دوړو کمولو ته یي تدابیر نیولي دي.

د دې ادارې د پالیسۍ او نړېوالو اړیکو مرستیال عبدالولي مدقق ازادۍ رادیو ته وویل:

«موږ جدي تصمیم ونیو کابو دوه میاشتې مو د دوي فعالیتونه بند کړل، بیا یي زموږ معیارونه ومنل، اوس په ډیرو ماشینونو کې ستونزه کمه شوې ده او هغه داسې چې په ډیرو ماشینونو کې مو د اوپاشۍ سیستمونه جوړ کړل، ځمکې مو ورته کړیړ کړې، دیوالونه مو ورته ووهل، دی کار ښه نتیجه ورکړې ده. اوس غواړو ټول ماشینونه همداسې عیار کړو.»

مدقق دا هم وویل، د چاپیریال ساتنې د پروګرامونو په پلي کېدو کې د حکومت یو شمېر نورې ادارې هم د دوي همکارې دي.

ده هیله وښوده، چې دا ادارې په خپلو کاري پلانونو کې د چاپیریال ساتنې موضوع ځای کړې.

د روغتیا وزارت وایي، په هېواد کې هر کال، شاوخوا درې زره تنه د چاپیریال د ککړتیا له امله په مرګونو ناروغیو اخته کېږي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG