د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

"که بهرنۍ مرستې وي او که نه وي خپل ځواکونه روزو"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړ، چې پر افغان پوليسو او پوځيانو بريدونه زيات شوي دي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کيږي، چې ټاکل شوې ده روان ميلادي کال ټول فرانسوي پوځيان له افغانستانه ووځي او د امريکا په ګډون د نورو بهرنيو هېوادو د عسکرو شمېر هم ورو ورو کم شي، څو بيا د دوه زره څوارلسم ميلادي کال تر پايه ټول يو لک او ديرش زره محارب بهرني ځواکونه له افغانستانه بهر شي.

حامد کرزي د افغان دولت د درې ګونو قواو ترمنځ ګډې غونډې ته وويل:

«زموږ پر پوليسو او پوځيانو بريدونه زيات شوي دي، هره ورځ له شلو تر پنځه ويشت تنو تلفات لرو.»

ولسمشر کرزي بيا پرافغان ځواکونو د بريدونو د زياتيدو په اړه وويل، چې دا د دې خاورې د دښمنانو کار دی چې بنسټونه يې ورانوي:

«د افغانستان دښمن پوهيږي، چې دغه د افغانستان ساتنه کوي او بنسټ دي، نو دوي غواړي چې د دې خاورې امنيتي بنسټ کمزوري کړي.»

د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو يوازې روانه اونۍ پر ناټو او افغان ځواکونو درې ځلې ځان وژونکي بريدونه وکړل. دا حملې په ختيځ او جنوب کې وشوې.

تيره ميلادي مياشت چې کله د امريکا په شيکاګوکې د ناټو د مشرانو غونډه وه هلته بهرنيو ژمنه وکړه، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره به هر کال څلور ميليارډه ډالر تر دوه زره څوارلسم کال وروسته له افغانستان سره مرسته کوي، خو ولسمشر کرزي نن وويل، که دا پيسې وي يا نه وي خپل ځواکونه به خامخا روزو:

«افغانستان به پر وړه خوري دا ځواکونه به روزي، که د بهرنيو پيسې وي که نه وي، که د بهرنيو څلور زره ميليونه ډالر وي که نه وي، موږ به کاڼي پر نس وتړو، وږي به کښينو، پروړه به خورو خو دا ځواکونه به سره سموو، ځواکونه دې هم ډاډه وي او خلک دې هم ډاډه وي.»

حامد کرزي، چې ټاکل شوې ده له افغانستانه د بهرنيو محاربو ځواکونو له وتلو سره په دوه زره څوارلسم کال کې له واکه لرې شي هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو دوو کلونو کې امنيتي برخې ته توجه خورا زياته وشي.
XS
SM
MD
LG