د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۰ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۲۰

په کابل کې د غلا شوې شیبې په نوم د انځورونو نندارتون


په کابل کې د لومړي ځل لپاره درې افغان ځوانانو په ای فون ټیلیفون اخیستل شوي انځورنه نندارې ته وړاندې کړل.

دا نندارتون غلا شوې شیبې نومیږي او په کې داسې انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې خلک په بېلابېلو حالتونو کې ښیي.

دا نندارتون، چې په کې د دریو افغان ځوانانو له خوا د ای فون په وسیله اخیستل شوي انځورونه نندارې ته وړاندې شوي د جون د میاشتې په شپاړسمه نیټه پرانیستل شوې او د جولای د میاشتې تر نهمې نیټې به دوام وکړي.

د فرانسې د کلتوري انسټیټیوټ مرستیالې ګیلدا شاهوردي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د دې نندارتون د پرانیستلو اهدافو ته په اشارې وویل:

"د دې نندارتون نوم دی غلا شوی شیبې او درې ځوانان راغلل زموږ نه یي غوښتنه وکړه، چې یو نندارتون ای فون د انځورنو په نوم جوړ کړي، موږ پوهیږو چې د ای فون انځورنه هنري نه دي هغه څه چې مهم وه په ټولنه کې انځور یو مهم رول لوبولی دی.

په ټولنه کې چې کومې شیبې منځ ته راځي یو اصلي عکاس نه شي کولای چې انځور ترې واخلي هغه څه چې په ورځنی ژوند کې مهم دي دوي اخیستې دي."


د اغلی ګیلداشاهوردی د معلوماتو له مخې درې افغان ځوانانو هڅه کړې، چې د خلکو انځورونه په داسې حال کې واخلي چې هغوي په خپلو کارونو بوخت وو، نو په همدې خاطر یي ورته غلا شوې شیبې نوم ایښی دی.

یو افغان ځوان، چې دې نندارتون ته د انځورونو د کتو لپاره ورغلې وو، ازادۍ راډیو ته په خبرو کې وویل، چې باید افغان ځوانان وهڅولې شي، چې په راتلونکې کې هم داسې نوښتونه وکړي:

"محمد قیس عاطفي یم، د اقتصاد د پوهنځي محصل او اوس د غلا شوېو شیبو نندارتون ته راغلی یم.

د فرانسې انسټیټوټ په نندارتون ماته په زړه پورې دا وه، چې دوي د یوې عادي الې سره چې د هر چا سره وي انځورونه اخیستي او د لومړي ځل لپاره یو نندارتون پرانیستی.

دوي د ای فون په وسیله غوښتي د خلکو د هغه ورځنی ژوند انځورونه واخلي، چې دوي یي ویني."


سلیمان قرداش، سطانه لودین، عرضینه نعمت، هغه دری ځوانان دي چې دا نندارتون یي ترتیب کړی دی، که څه هم له دې درې ځوانانو سره په خبرو بریالي نشو، خو د فرانسې د کلتوري انسټیټوټ چارواکو دوي یي د ځوانو هنرمندو په توګه معرفي کړل.

دوي وویل، داسې انځورنه یي اخیستي دي، چې هریو یي د حقایقو بیانونکې دی او هغه کسانو چې دلته راغلي وو، دا فکر یي نه کاوه، چې دا به داسې یو په زړه پورې نندارتون وي، خو په لیدو سره یي خوښ وو.
XS
SM
MD
LG