د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

ایساف: د افغان ځواکونو د لیک لوست بهیرهم افغاني کوو


په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، دوي هڅه کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د لیک لوست زده کړې بهیر هم ورو ورو افغان ځواکونو ته وسپاري.

د ایساف ځواکونو د سواد زده کړې د پروګرام مشره بربرا ګوډ نو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په یوه بحث کې وویل، چې دوي د افغان امنیتي ځواکونو د لیک لوست زده کړې ته لومړیتوب ورکوي.

د میرمن ګوډ نو په خبره هغه کسان چې نوي د پولیسو او اردو لیکو ته راځي پنځه نوي فیصده یې بې سواده وي، خو وایي چې دا مهال له یولکو زیات پولیس او اردو د لیک لوست زده کړې ترلاسه کوي:

"زموږ ارقام ښيي، هغه کسان چې نوي د پولیسو او اردو لیکو ته راځي له پنځه نوي فیصدو څخه زیات یې بې سواده وي.

خو سواد ژوند دی، سواد د ژوند کولو اساسي اړتیا ده، دا مهال یولک او نولس زره پولیس او اردو ځواکونه د لیک لوست زده کړې کوي.

دوي ته د لومړي، دویم او دریم لیول په نوم کتابونه تدریسیږي، په دې کتابونو کې دوی دا زده کوي چې څنګه په مورنۍ ژبه یوڅه ولولي، ولیکي او حساب وکړي.

دا کتابونه ټول په ۳۲۰ ساعتونو کې تدریسیږي او تر اوسه له دې پروګرامونو څخه څه باندې دوه دیرش زره کسان فارغه شوي دي."


د ایساف چارواکي وایي، هغه امنیتي ځواکونه چې له دې پروګرامونو څخه فارغیږي په راتلونکې کې کولای شي چې د ښونځیو په څلورم ټولګي کې زده کړې وکړي.

د امنیتي ځواکونو د لیک لوست پروګرام ته تر۲۰۱۴ م کاله پورې دوه سوه میلیونه ډالره ځانګړي شوي چې د امریکا، بریتانیا، جاپان او فنلند له خوا ورکول شوي دي.

ایساف وایي، د دوي د لیک لوست پروګرامونه د افغانستان په کچه په نهو مرکزونو کې دوام لري او زیاتوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به دغه پروګرامونه خپله افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

خو د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان د ایساف دا ډول هڅې ګټورې نه بولي.

جنرال عتیق الله امرخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د پولیسو او اردو لپاره باید پراخ روزنیز پروګرامونه په پام کې ونیول شي ترڅو دوي تخنیکي او علمي زده کړې وکړي.

ښاغلی امرخیل وایي، ډیری اردو او پولیس دا مهال له قانونه ناخبره دي او په دې نه پوهیږي چې خپله وسله څنګه وکاروي او له عامو خلکو سره څه ډول چلند وکړي.

دا افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ایساف د لیک لوست پروګرام د ۲۰۰۹ م کال څخه را په دې خوا پیل شوی او ایساف ادعا کوي چې دغه پروګرامونه یې ډیر ګټور دي.
XS
SM
MD
LG