د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

د کډوالو د نړېوالې ورځ په مناسبت د م.م پیغام


د کډوالو د نړېوالې ورځ په مناسبت د م.م پیغام
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:30 0:00

په افغانستان کې د کډوالو نړېواله ورځ سږ کال په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې همدا اوس یوازې په کابل کې په سلګونو بې ځایه شوې کورنۍ په کمپونو کې ژوند کوي. د مناسب چاپیریال نشتوالی، د څښاک ناپاکې اوبه، ښونې او روزنې ته د ماشومانو نه لاس رسی، په خیمو او تنګو کېږدیو کې د زیاتو انسانانو اوسېدل هغه ستونزې دي چې د هېواد په داخل کې بې ځایه شوي افغان کډوال ورسره لاس او ګریوان دي. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په وینا اوسمهال په نږدۍ ۷۵ هېوادونو کې شپږ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ شپې ورځې تیروي، چې نسبتآ یې ژوند ښه او د ژوند له ځینو اسانتیاوي برخمن دي. د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي، چې یواځې په هېواد کې د ننه ۶۵ زره کډوال لري، چې د طبعي پېښو لکه زلزلې ،سیلابونو او وچکالیو اوهمدارنګه په سیمه کې د ناامنیو له امله کډوالۍ ته اړ شوي. ملګري ملتونه وايي، چې په وروستیو دوو کالو کې په هېواد کې دننه بې ځایه کېدل زیاته شوې چې له ناامنیو سربېره اقتصادي فشارونه یې هم ستر لااملونه جوړه وي. د دې سازمان ویاند نادر فرهاد د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: (په افغانستان د څلورسوه زرو په شاوخوا کې بي ځایه شوي ژوند کوي، چې د بېلابېلو دلایلو له امله د افغانستان دننه یا دهیواد د ننه بي ځایه شويدي. د دغه څلورسوه زره شمیرې ډیری په دې وروستیو کې دي یعني په تیرو دوه کلونو کې یعنې پخواکم وو اوس زیات شوي دي، چې څلور سوه زره تنو ته رسیدلي.

XS
SM
MD
LG