د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

پنټاګون د "چهارصد بستر" په روغتون کې د فساد په اړه څیړنه پیل کړه


د امریکا د د فاع وزارت یو لوړ رتبه چارواکی وایي، چې د کابل په پوځي روغتون کې د فساد او له ناروغانو سره د بد چلند د تورونو په اړه يې څیړنه پیل کړې ده.

د افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسیا په چارو کې د دفاع د وزارت مرستیال ډیوید سیډني پرون د استازیو جرګې یوې کمیټې ته په استماعیه غونډه کې وویل، چې په کابل کې د سردار داود په پوځي روغتون کې چې امریکا ورسره مالي مرسته کوي، د اداري فساد په اړه څیړنه پیل شوی او د اصلاحاتو لپاره اقدامات کیږي.

هغه وویل، هغه څه چې په دې روغتون کې پیښ شوي باید هیڅ یوه انسان ته په هیڅ ځای کې نه وی پیښ شوي او زیاته یې کړه چې موږ د کارونو د ښه کیدو لپاره له افغانانو سره ګډ کار پیل کړی دی.

د استازیو د جرګې غړیو تیرکال د هغو پیښو په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته د دغه روغتون د فعالیت په اړه پوښتنې راپورته کړې چې ویل یې، د افغانستان د ملي اردو غړي په دې روغتون کې د بې پروایۍ او لوږې له وجې مري.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې په دې روغتون کې د دغو ستونزو خبره لومړی ځل امریکایي والسټریت ژورنال ورځپانې راپورته کړې وه چې ازادۍ راډیو هم په دې مسلې او هم د ناروغانو له پیوازانو سره د دې روغتون چارواکو د بد چلند په اړه ډیر راپورونه ورکړل.

تیره اونۍ د استازیو د جرګې جمهوري غوښتونکي غړي جاسون چافیتز د استازیو جرګې د څار او حکومتي اصلاحاتو د کمیټې له خوا د دفاع وزیر لیون پانیتا ته په یوه استولي لیک کې له هغه غوښتنه کړې وه چې په دې اړه څیړنه وکړي چې ایا امریکایي لوړ رتبه پوځي چارواکو په ۲۰۱۰ کال کې په دې روغتون کې له ناروغانو سره د بد چلند د ادعاو د پټولو لپاره هڅه کړې او که نه؟

خو د دفاع د وزارت مرستیال دې کیمټې ته چې د استازیو جرګې د پوځي خدماتو په کميټې پورې تړلې ده، د دې مسلی د سپیناوي لپاره نه بلکه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مسلې په اړه غوښتل شوی و.

جمهوري غوښتونکي استازي مایک کوفمن سیډني ته وویل، چې د کابل له پوځي روغتون سره د امریکا ۴۲ میلیون ډالره مرسته ورکه شوې او حساب یی معلوم نه دی.

هغه وویل، افغان پولیس او عسکر په دې روغتون کې د لوږې او روغتیایي خدمتونو د نشتوالي له امله مري ځکه د کورنۍ غړي یې چارواکو ته رشوت نشي ورکولای.

سیدني د کوفمن د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله په دې روغتون کې د اداري فساد په اړه دغسې ادعاوې موجودې وې، د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کیدو ستراتیژي څه مانالري، وویل، فساد د افغانستان د ورځني ژوند یوعادي جز ګرزیدلی او دی فکر نه کوي چې اکثریت افغانان دې داشی وغواړي.

د امریکا د دفاع د وزارت مرستیال دا ومنله، چې په افغانستان اداري فساد یوه ستونزه ده خو دغه شومه پدیده دې حد ته نده رسیدلې چې په دې هیواد کې د امریکا پانګونه نتیجه ورنکړي.
XS
SM
MD
LG