د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

بامیان: د زده کونکو د مسموميدو په اړه څیړنې پیل شوي


په باميانو کې روغتيايي کارکونکې وايي، چې د دې ولايت د کارته صلح د ښونځي د يو شمېر زده کونکو د مسموميدلو په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.

د باميان د عامې روغتيا د رياست مرستيال ډاکټر مهر علي حسني ازادۍ راډيو ته وويل، چې په لومړنيو څيړنو کې د زده کونکو د تسمم نښې نه دي موندل شوي.

ډاکټر مهرعلي حنسي څرګنده کړه، چې سيمې ته د دوي تللې روغتايي ډلې داسې شواهد نه دي موندلي، چې د ګاز په وسيله د زده کونکو د تسمم کېدو امکان تايدي کړي.

په وروستيو کې د باميان د کارته صلح د ښونځي تر سلو زيات زده کونکې په داسې حال کې د سيمې روغتون ته ورسول شول، چې له دلبدي څخه بې حاله شوي وو.

د ډاکټر حسني په وينا، د ښونځي د اوبو په سيسټم کې هم د مسمومونکو موادو موجوديت نه دي ثابت شوي او هيڅ زده کونکې له دې امله نه دی مړ شوی:
(د وينې تر لابراتوراي معاينو وروسته موږ د ګاز له امله د مسموميدلو نښنې نه دي موندلې، خو په ټول هېواد کې داسې مجهز لابراتوار نشته، چې د دې دقيق علت تشخيص کړي.

موږ تير کال ان د ملګرو ملتونو د روغتيا د نړېوال سازمان د لارې، د تشخيص لپاره مواد بهر ته استولي وو.)

د باميان د عامې روغتيا د رياست مرستيال ډاکټر مهر علي حسني زياته کړه، چې په سيمه کې د امنيتي او صحي ادارو له خوا تحقيقات لا هم دوام لري.

د ده په وينا، د اوازو خپريدل او د رواني فشار سره تړلي مسايل هم پر زده کونکو منفي اغيزکولای شي او د داسې پيښو سبب ګرځيدلاي شي.

ډاکټر حسني ټينګار وکړ، چې په باميان کې ښايي دا پيښه تکرار نه شي خو په عين حال کې يې له خلکو هم وغوښتل، چې له داسې پيښو سره د مخامخ کېدو په صورت کې دوي ته خبر ورکړي.

د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې، په وروستيو کې زده کونکي د څرګندو عواملو په خاطر په ناوړه حالت کې روغتيايي مرکزونو ته ليږدول شوي دي.

داسې پيښې تر ډيره حده د نجونو په ښونځيو کې ليدل شوي دي.
په وروستيو کې لسګونو نجونه د افغانستان د شمالي ولايتونو په يو شمېر ښونځيو کې مسموې شوې وې.
XS
SM
MD
LG