د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

امریکا په څلورو افغان قاچاقبرانو بندیز ولګاوه


د متحدو ايالاتو د خزانې وزارت په څلورو افغانانو، چې د مخدرو موادو په قاچاق کې ښکېل دي بنديزونه ولګول.

د دې وزارت په اعلاميه کې، چې پرون (چهارشنبه ) خپره شوې ده، څرګنده شوې، چې دا کسان د بارکزي په نوم د مخدرو موادو د قاچاق د شبکې غړي دي.

اعلاميه وايي، چې امريکايي وګړي له دې کسانو سره له تجارتي معاملو منع دي او که چېرې دا کسان په امريکا پانګې ولري، نو هغه به کنګل شي.

د امريکا د خزانې وزارت وايي، چې شاه محمد بارکزي د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د مخدرو موادو د قاچاق د يوې شبکې مشر دی.

د دې وزارت اعلاميه وايي، چې شاه محمد بارکزي تير کال له مخدرو موادو سره د مبارزې د وزارت د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي وو.

خو شاه محمد يوازيني څوک نه دي، چې د امريکا د خزانې له خوا تر بنديزونو لاندې راغلي دي. د دې وزارت د اعلاميې پر اساس، حاجي بازمحمد، ډاکټر عبدالهادي او محمد ولي هم په دې لست کې شامل دي.

واشنګټن باور لري، چې حاجي بازمحمد د دې شبکې لپاره د کوکنار و د کښت او د ترياکو د ليږدولو چارې تنظيمولې.

ډاکټر عبدالهادي د ترياکو د پروسس په تور تر بنديزونو لاندې راغلي دي او ويل کېږي، چې محمد ولي په کندهار کې د دې شبکې مالي مسول وو.

د امريکا د خزانې وزارت د بهرنيو پانګونو د کنټرول د ادارې ريس ادم ژوبن پرون (چهارشنبه) وويل، چې دا اقدام به د مخدرو موادود کښت او د قاچاق د مخنيوي لپاره د افغان حکومت هڅې پياوړې کړي.

د امريکا د خزانې وزارت اعلاميې ويلې دي، چې دا بنديزونه د دې وزارت، له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې او په افغانستان کې د (Afghan Trade Finance Cell ) يا د (ATFC) په نوم د يوې ادارې د ګډو تحقيقاتو په نتيجه کې لګول شوي دي.

د اعلاميې پر بنا (ATFC) د هغو افرادو او سازمانونو په اړه، چې په افغانستان کې د وسله وال تشدد لپاره مالي سرچېنې برابروي د استخباراتي معلوماتو د راغونډولو لپاره فعاليت کوي.

د امريکا د خزانې وزارت په تيرو يولسو کلونو کې تر يو زر او سلو زيات شرکتونه او افراد معرفي کړي دي، چې په نړيواله سطح د مخدرو موادو په قاچاق کې لاس لري.

د دې شرکتونو مسولين ښايي په ديرش کاله بند محکوم شي او تر پينځو مليونو امريکايي ډالرو جريمه ورباندې راتلاي شي. په شرکتونو باندې جريمه لس مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلاي شي او نور وګړي ښايي په لس کاله بند محکوم شي.

د امريکا د خزانې وزارت په اعلاميه کې د نوي احمدي لمتد په نوم د پيسو د تبادلې يو شرکت او د محمد ولي د پيسود تبادلې شرکت نومونه هم راغلي دي.
د امريکا د خزانې وزارت په يوه تازه اعلاميه کې د يو شمير افغانانو او د هغو مربوط شرکتونو نومونه اعلان کړي دي، چې د امريکا د دولت تر بنديزونو لاندې راغلي دي.
XS
SM
MD
LG