د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د پاکستان قضايي کودتا


لويديځو چاپي خپرونو د پاکستان د صدراعظم د لرې کېدو مساله څيړلې ده، وال ستريت جورنال ورځپاڼې تر دې سرليک لاندې: د پاکستان قضايي کودتا) ليکي، د پاکستان د سترې محکمې دا پريکړه چې يوسف رضا ګيلاني يې له صدارته لرې کړ، د دې هېواد ملکي حکومت ته د يوه غير طبيعي مرګ اشاره ده.

د ورځپاڼې په باور دا کودتا په دې پلمه وشوه، چې يوسف رضا ګيلاني د ولسمشر اصف علي زرداري د اداري فساد تورونه راونه سپړل.

وال ستريت ژورنال وړاندې ليکي، سربيره پر دې چې دا مساله يوه توطيه وګڼل شي يا حساب نه شي، د پاکستان صدراعظم او ولسمشر په نښه شول او له دې سره د حکومت د عادي فعاليتونو مخه په دې هېواد کې ونيول شوه.

د ورځپاڼې په باور په داسې وخت کې چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او په دې هېواد کې ترورستي ډلې غښتلې کيږي، نو نه شي کولي چې له داسې سياسي شخړو بهر شي.

وال ستريت جورنال بيا د پاکستان د ستونزو په اړه ليکي، په دې هېواد کې د خلکو باور کمزوري شوي او ديموکراتيک بنسټونه ضعيف شوې دي، همداراز د متوسطې طبقې مهاجرت بهر ته دوام لري.

د ورځپاڼه په وينا، پخوا پاکستان له دې قضيې سره چې يو ناکامه هېواد دی مبارزه کړې او اوس په بې پروايي او سادګي له يوې غيرديموکراتيکې مرحلې تيريږي.

يوه بله ورځپاڼه ډيلي ټيلګراف بيا د سترې محکمې له لورې د يوسف رضا ګيلاني د لرې کيدلو په اړه ليکي، تر دې پيښې وروسته د پاکستان حکومت د ماتيدونکي ايتلاف د ژغورلو هڅې پيل کړې دي.

ورځپاڼه بيا څرګندوي چې د پاکستان د سياسي مشرانو له خبرو داسې ښکاري چې د دې پرځای چې د محکمې فيصله رد کړي، نوي صدراعظم به غوره کړي.

يوسف رضا ګيلاني د پاکستان تر ټولو صدراعظمانو ډير وخت صدارت وکړ، دي نژدې څلور کاله او درې مياشتې صدراعظم و.

د پاکستان پيپلز ګوند هم د نوي صدراعظم د غوره کيدو لپاره غونډه وکړه او ډيلي ټيلګراف ليکي چې په هغو کسانو کې چې د اصف علي زرداري ګوند د هغوي د صدارت وړانديز وکړ، يو هم د دفاع پخواني وزير چودري احمد مختار دي.

ورځپاڼه بيا څرګندوي چې د يوسف رضا ګيلاني ملاتړي اوس پوه شوي دي چې د پوځ په ملاتړ په پاکستان کې د ملکي حکومت د ړنګيدو هڅې روانې دي.

ډيلي ټيلګراف بيا په لاهور کې د سياسي چارو د څيړونکي حسن عسکري رضوي خبرې رااخيستې دي چې وايي، نوي صدراعظم به هم د قضايي چارو په برخه کې له هغو ستونزو سره مخامخ شي لکه ښاغلي ګيلاني چې و.

رضوي بيا زياتوي چې ستره محکمه به پر نوي صدراعظم فشار راولي چې د سويس حکومت ته نوي ليک واستوي.

که د پاکستان دغه نوي حکومت ونه توانيږي چې د اقتصادي او سياسي ستونزو لپاره کار وکړي، نتيجه به يې دا وي چې يوازې د خپلې بقا لپاره هڅې وکړي.
XS
SM
MD
LG