د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۸

م.م: په سوریه کې پاته کیدو ته ژمن یو


په سوریې کې د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې مشر جنرال رابرت مووډ وروسته له هغې د خپل ماموریت په اړه څرګندونې وکړې چې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، په سوریې کې درې سوو څارونکو خپل ټول ماموریتونه د حفاظتې دلایلو او په تېرو لسو ورځو کې د جګړو د شدت له امله ځنډولې دي.

جنرال مووډ د ملګرو ملتونو امنیت شوری غونډې ته د تړلو دروازو تر شا، د سوریې د حالاتو په اړه خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو څارونکې سوریې ته د دې لپاره استول شوي وو، چې په دې هېواد کې د سولې د هغه اوربند د عملې کیدو څار وکړې چې د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د استازي کوفې عنان په شپږ مادېز پلان کې رامنځ ته شوی و.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتې ځواک مشرهاروې لادسوس خبریالانو ته وویل، د دغه پلان عملې کیدل ډېر مهم دي او دا ځکه چې بل کوم پلان نشته:

“زیات ډپلوماټیک نوښتونه په کار اچول شوې. تماسونه ټینګ شوې او هیله ده داسې شرایط رامنځ ته شي چې په یوه او بل ډول دا شپږ مادېز پلان پرمختګ وکړي.

بل پلان نشته او بله لوبه هم نشته. پدې توګه د کوفي عنان پلان اصلې مرجع ده او د دې حیرانوونکو شخړو د حل لپاره یو چوکاټ دی”.

په ملګرو ملتونو کې د سوریې سفېر بشار جعفري وایي، حکومت یي لیواله دی چې د ټولو سوریانانو د ساتلو په مقصد د ملګرو ملتونو له ماموریت سره مرسته وکړي:

“د خپل حکومت دریځ یو ځل بیا تکراروم او هغه دا چې سوریه یوازې د هغو څو سویو ملکیانو په غم کې نده چې په حمص ښار کې د وسله والو په سنګرونو کې بند پاته دي، بلکه د سوریې حکومت د خپلو ۲۳ میلیونو وګړو د حقونو ساتنې ته پوره ژمن دی”.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما په مکسیکو کې د شلو سترو صنعتې هیوادونو په غونډې کې د وینا پر مهال وویل، روسیه او چین په سوریې کې د کورنۍ جګړې په خطرونو پوهیدلې، خو تر اوسه، په هیڅ داسي کوم پلان ندي سلا شوي چې بشار الاسد له واکه لري کړې.

د روسیې جمهور رئیس ولادمییر پوتین د شلو سترو صنعتي هیوادونو غونډې ته د وینا پر مهال وویل، سوریایان باید پخپله د خپل واکمن په اړه پریکړه وکړې او د رژیم هر ډول بدلون باید د قانون پر اساس وي.

د سوریې مخالفې ډلې وایي، د ۲۰۱۱ کال د مارچ له میاشتې راهیسي چې دبشار الاسد د رژیم پر ضد پاڅون پیل شوی، تر اوسه له څوارلس زرو زیات کسان وژل شویدي.
XS
SM
MD
LG