د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

د غور دولت یار ولسوالۍ سیلابونو ځپلې


څرنګه چې د غور ولایت د دولت یار ولسوالۍ له ولایته لیرې غرنی سیمه کې پرته ده، توپان او سیلاو ځپلو خلکو ته یي تر اوسه د ژغورنې لازمې مرستې نه دي رسیدلي.

راپورونه وایي، د چهارشنبې د ورځې په مازیګر زور توپان او ورپسې سیلاوونو د ولسوالۍ خواره واره کلي لاندې کړي او خلکو ته زیات زیان اړولی دی.

د دولتیار ولسوالۍ د اجرایي مدیر محمدعلي اخند زاده ازادۍ رادیو ته وویل:

«کوم ځای ته چې موږ رسیدلي یو، پر پنځوس شپیته کورونو سیلاوونه راغلي، خلکو ځانونه ایستلي وو، دا ولسوالۍ غرنۍ ده، نه یو توانیدلي چې لیرې پرتو سیمو ته یې لاړ او د زیان کره احوال لاسته راوړو.»

ښاغلي اخندزاده وویل، توپان او ورپسې زورو سیلاونو دوه درې ساعته روان وو.

ده زیاته کړه، د سیمي اوسیدونکي د پیښې له امله د حکومت بیړنی مرستې غواړي:

« دولت باید لومړنیو مرستو ته اقدام وکړي، ځکه چې د خلکو ټولې کروندې سیلاوونو وړي دي، خلک دم ګړۍ هر ډول مرستو ته اړ دي.»

له دې مخکې هم په یو شمېر شمالي او شمال غربي ولایتونو کې سیلاوونو
د خلکو په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه لاندې کړې، ولاړ فصلونه یي له منځه وړي، څاروي یي لاهو کړي او ځاني زیانونه یي هم اړولي دي.

سره له دې چې د حکومت اړوندو ادارو ورته مرستې رسولي، خو خلک وایي، ورسره شوې مرستې کافي نه دي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG