د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۵۰

د غزني په اندړو کې ښوونځي لا هم ترګواښ لاندې دي


د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسیدونکي د حکومتي چارواکو هغه ادعاوې په کلکه ردوي چې وایي، په دغې ولسوالۍ کې ټول ښونځي بیرته پرانیستل شوي دي.

دوي وای اوس هم په اندړو ولسوالۍ کې د پوهنې د بهیر په وړاندې تاوتریخوالی روان دی او ښوونکي او زده کوونکي ترګواښ لاندې دي.

د اندړو ولسوالۍ د ولسي پاڅون یوه ګډونوال د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل، چې د چهارشنبې په شپه وسله والو طالبانو د دریو هغو کسانو کورونه وسوځول چې د ښونځیو د دفاع په خاطر یې په ولسي پاڅون کې برخه درلوده.

دغه کس وایي، د دوي پاڅون د وسله والو طالبانو پرضد نه، بلکې د هغو کسانو پرضد دی چې دوي ته ستونزې پيښوي:

"ابتدایه مکتبونه چې دي، هغوي ته ماشومان ځي خو لویې لیسې چې دي لکه د شهاب الدین غوري او شیرشاه سوري، دغه ښونځي چې دي په قطعي توګه بند دي، څوک چې وایي خلاص دي دروغ وایي، مونږ د همدې سیمې خلک یو، که خلاص هم وي د معارف سره به خلاص وي، خو هلته زده کوونکي په کې حضور نه لري.

د پاڅون د خلکو پرله پسې څلورم کور دی چې سوځول کیږي، مونږ ولسي خلک یو او له خپل کور څخه دفاع خو زمونږ مسلم حق دی."


شااوخوا دوه میاشتې وړاندې یو شمېر وسله والو کسانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وروسته له هغې ټول ښونځي وتړل، چې په دغې ولسوالۍ کې حکومت د موټر سایکلونو په تګ راتګ بندیز ولګاوه.

که څه هم د غزني چارواکي او اوسیدونکي دغه وسله وال کسان طالبان بولي، خو طالبانو څه موده مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دوي د ښونځیو په تړلو کې لاس نه لري.

د غزني د اندړو ولسوال شیرخان یوسفزی هم دا تاییدوي، چې د چهارشنبې په شپه وسله والو کسانو دریو کورونو ته اور اچولی او یوه میرمن په کې سوځیدلې ده.

یوسفزی وایي، په دغې ولسوالۍ کې ټول ښونځي د زده کوونکو په مخ خلاص دي، خو زیاتوي چې ښوونکي او زده کوونکي لا ترګواښ لاندې دي.

د پوهنې وزارت چارواکي هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ښوونکو او زده کوونکو ته ورپیښ ګواښونه مني خو وایي، چې د ولسي خلکو په هڅو ټول ښونځي بیرته پرانستل شوي دي.

د پوهنې وزارت ویاند امان الله ایمان وایي، همدا مهال په اندړو ولسوالۍ کې شل زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او موجوده ګواښونو د پوهنې په بهیر اغیز نه دی کړی:

"هلته ځینې ستونزې شته خو ډیرې جزی دي، زده کوونکي تهدیدیږي خو زده کوونکي له زده کړو څخه محروم نه دي.

ولسي پاڅون چې څه موده مخکې پیل شوی وو اوس هم دوام لري، د دوي د هڅو په ترڅ کې زموږ معارف پرانیستل شوی او وده یې کړې ده.

هلته شل زره زده کوونکي زده کړو ته لاس رسی لري او زه فکر نه کوم چې هلته دې تړلی ښونځي پاته وي."


د کال له پیل راهیسې د پوهنې بهیرله بېلابېلو ستونزو سره مخ دی او د هېواد د ملي امنیت ادارې له دې وړاندې ویلي وو، چې د دغو ستونزو ترشا د ګاونډیو هېوادونو استخبارت لاس لري.

راپورونه وایي چې د هیواد په ځینو برخو کې د ښځینه زده کوونکو مسمومیدل، د ښونځیو تړل،ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښونه کول هغه څه دي چې له پوهنې سره یې د خلکو لیوالتیا کمه کړې ده.

داسې راپورونه هم رارسیدلي چې ځینو کورنیو ښونځیو ته د خپلو لورانو په تګ بندیز لګولی.

راپور:اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG