د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۹

هزاره قوم ته سپکاوي کوونکي لويي څارنوالۍ ته ور وپیژندل شول


د افغانستان د علومو د اکاډمۍ مسؤلینو د دې اکاډمۍ د ځینو مسؤلینو د عدلي تعقیب په اړه د ولسمشر کرزي د وروستي اقدام په غبرګون کې ویلي، چې په لویه څارنوالۍ کې به له ځانه دفاع وکړي.

د علومو اکاډمۍ مشر عبدالبارې راشد، چې د ګوښه شوېو کسانو په لیست کې شامل دی ازادۍ راډیو ته وویل، د افغانستان د قومونو د اتنوګرافې په اطلس کې چې په افغانستان کې د میشتو قومونو په اړه څیړنه په کې شوې د کوم قوم د سپکاوي لپاره نه دی چاپ شوی.

نوموړي د ځان په ګډون په دې تور لېرې شوي دوه تنه بیګناه وبلل او ویلي یي دي، چې د دې کتاب لیکونکې هم د ځان لپاره دفاعیه لري.

نوموړی وایي، د دې مقالې لیکوال دا معلومات د هزاره لیکوال فیض محمد کاتب د لیکنو له مخې راټول کړي دي:

"ولسمشر زموږ په اړه یوه سمه پریکړه کړې که زه چیرې د هغه په ځای وای همدا ډول او یا لږ نوره جدي پریکړه به مې کوله دا کومه موضوع نه ده موږ یي ستایو او د اندیښنې وړ نه ده.

په دې مقاله کې درې تنه هیڅ مستقیمه اړیکه نه لري یواځې یو کس مولف دی چې هغه هم د ځان څخه دفاعیه لري او وایي، چې دا معلومات د ده نه دي بلکې دا معلومات د یو هزاره لیکوال فیض محمد کاتب هزاره دي او د هغه له کتاب څخه مې دا معلومات راټول کړي او څیړنه مې پرې کړې."


د هزاره قوم مشران وایي، چې د افغانستان د قومونو اتنو ګرافۍ په اطلس کې دا قوم دروغ ویونکې، لجباز او په خپل منځ کې په جګړه بوخت بلل شوې دې.

د دې کتاب په اړه د هزاره ملیت له انتقادونو وروسته ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په مازدیګر د علومو اکاډمۍ څلور کسه په دې قضیه کې ښکیل وبلل او له دندو یي ګوښه کړل.

د بشري حقونو او چاپیریال ساتنې مشر عبدالرحمان هوتکې وایي، چې د ولسمشر د دې اکاډمۍ د مهمو غړو په لرې کولو سره هڅه کوي، چې د قومونو ترمنځ د د نفاق مخه ونیسي.

نوموړی وایي، که چېرې ولسمشر حامد کرزی دا کار نه وای کړی نو یو شمېر کړیو له دې فرصت نه په استفادې سره به د قومونو ترمنځ نفاق پیدا کړی وای:

"دا په داسې یو حالت کې کیږي، چې په افغانستان کې د قومونو وحدت تر یوی اندازې زیانمن شوې دی او د ټولنې په مختلفو برخو کې یو شمېر سیاسي کړۍ د خپل نفوذ او بقا لپاره د خلکو احساسات راپاروي او له هغې نه د خپلو شخصي ګټو په خاطر استفاده کوي.

علومو اکاډمۍ نه باید اجازه ورکړی وای، چې داسې کتاب چاپ شوی وای چې په هغې کې قومونو ته سپکاوی کیږي."


د ولسمشر له خوا د علومو اکاډمۍ په لیری شوېو څلورو تنو کې د دې اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد د هغه مرستيال نصرالله سوبمن، منشي سيد امين مجاهد او د ټولنيزو علومو د څانګې مشر عبدالحکيم شامل دی.

ولسمشر حامد کرزی دا کتاب د افغانستان د ټولو قومونو لپاره سپکاوی بللی دی او لویي څارنوالۍ ته یي امر کړی، چې په دې اړه دې خپلې څیړنې پیل کړي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

تبصرې کتل (۳)

دا فورم بندشوی \ دبحث داخونه بنده شوې
XS
SM
MD
LG