د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۴

په افغانستان کې د پرمختګونو ترڅنګ یوه هم د انټرنیټ پدیده ده


د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر په افغانستان کې هم انټرنټ د ځواني طبقې د بوختیا یوه ښه وسیله ګڼل کیږي.

په افغانستان کې هره ورځ یو زیات شمېر ځوانان له ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک، ټویټر سکایپ او یا هم د چټ له لارې له خپلو ملګرو او کورنیو سره اړیکي نیسي او له دې شبکو سره ډیره لیوالتیا ښيې.

انټرنټ د دې ځوانانو لپاره یوازي په پراخه پیمانه د معلوماتو د ترلاسه کولو وسیله نه بلکه د کتبي، ږغیزو او تصویري اړیکو د ساتلو یوه ښه وسیله هم ده.

په دې وروستیو کې د نړۍ په کچه خوځښتونو او بدلونونو ته په کتو سره د ټولنیزو اړیکو شبکو او انټرنټ ته ډېر پام ور واوښت او د دې پدیدې اغیز یې په ټوله نړۍ کې زیات کړ.

پدې لړ کې یو شمیر افغان ځوانان هم څه موده مخکي د همدې انټرنټي شبکو په مرسته په کابل کې د ایران په وړاندي یو لاریون تنظیم کړ او خپل دا لاریون یې د فیسبوک له لاري رهبري کړ.

په ورته وخت کې انټرنټ نن سبا په پوهنتونونو، موسسو او دولتي ادارو کې هم په پراخه پيمانه کارول کیږي.

خو ددې تر څنګ یو شمیر خلګ بیا په هیواد کې د انټرنټ له ټيټ کیفیت او لوړي بیې څخه شکایت کوي او وایې چې پدې برخه کې لا نورو کارونو ته اړتیا لیدل کیږي.

که څه هم په افغانستان کې انټرنټی خدمات یو لړ ستونزي لري خو د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسئولین وایې چې پدې هیواد کې انټرنټي خدمات د سیمې په پرتله له لوړ کیفیته برخمن دي.

کابو کال وړاندې ویکی لیکس ویب پاڼې د یو شمیر پټو اسنادو په خپرولو سره په نړۍ او حتې افغانستان کې غوغا را پورته کړه.

دغه راز په منځنې آسیا او د افریقا په شمال کې هم یو شمیر خوځښتونه رامنځته شوه چې ورته د فیسبوکي خوځښتونو نوم ورکړل شو.
XS
SM
MD
LG