د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۵۵

پاکستان او امریکا یو بل ته نیغ شوي


د پاکستان حکومت وایي، که د امریکا متحده ایالات له دوي څخه بخښنه وغواړي، دوي به یو لړ نوښتونه بیرته پیل کړي چې په نتیجه کې به یي په پاکستان کې د القاعده وسله والو په نیولو او په ارامۍ سره د افغانستان د جګړې د ختمولو په کار کې مرسته وشي.

پاکستان له متحده ایالاتو څخه غواړي، چې د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشت کې د ناتو په هوایي برید کې د ۲۴ پاکستانې عسکرو د وژنې بخښنه باید وغواړي.

د امریکا متحده ایالاتو د دې پیښې په اړه خواشینې ښودلې او وایي، دا یوه غمجمنه اشتباه وه چې دواړو خوا پکې په یو بل د دښمن ګمان کړی و او یو په بل یي ډزې کړې وې.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن په لندن کې له یوه پاکستانې ډپلومات سره د کتنې پر مهال د بخښنې غوښتنې پر امکاناتو خبرې کړې وې، خو وروسته هغه مهال بیرته په شا شوه چې ورته څرګنده شوه، پاکستان له دي مسلې څخه د زیاتې سیاسي ګټې اخیستنې په فکر کې دی.

پاکستان، د بخښنې مسله د خپلو غوښتنو د لیست په سر کې راوستې تر څو د امریکایي ځواکونو له خوا په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د وژنې مسلې او په قبایلې سېمو کې د بي پیلوټه الوتکو د حملو دوام ته یو ډول د حل لار پیدا کړې. اسلام آباد د امریکا د خاصو ځواکونو له خوا د اسامه وژنه د خپل ځمکنې حاکمیت پر خلاف عمل او د خپل ملې ویاړ سپکاوی بولې.

په همداسې یوه چاپېریال کې د پاکستان سترې محکمې د دې هېواد صدراعظم یوسف رضا ګیلانې نا اهل اعلان کړ او حکومت ته یي نورې سیاسي لانجې هم پیدا کړې.

د امریکا په نظر، د پاکستان حکومت د طالب وسله والو او حقانې شبکې پر ضد جدي عمل نه کوي او دا ډلې په قبایلې سیمو کې امن ځایونه لري.

په دې توګه دا دوه په اصطلاح متحدان یو بل ته نیغ شوي دي.

پاکستان په افغانستان کې دیره ناتو ځواکونو ته ترانزیتې لار بنده کړې او د ناتو د اکمالاتو د انتقال لپاره د کراچۍ له بندر څخه د هرې لارۍ پر سر، پنځه زره امریکایي ډالر غواړي.

د امریکا متحده ایالات دا مهال د شمال ترانزیتې لارې څخه کار اخلې او د دفاع وزیر لیون پنیتا وایي، له دي لارې څخه د موادو په انتقال په میاشت کې سل میلونه ډالره اضافې لګښت راځې.

پاکستان د بخښنې په مسلې سربېره له متحده ایالاتو سره بله نا حل شوې مسله هم لري او هغه پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د امنیتې مرستو مسله ده. متحده ایالاتو پاکستان ته په کال کې یو اعشاریه دوه میلیارده ډالره د امنیتي مرستو په نامه ورکول تر څو د افغانستان د پولې په اوږدو کې امنیتې همکاری وکړي. واشنګټن په تېر اوړې کې دا مرستې بندې کړې او علت یي داو ، پاکستان نارې سورې پورته کړې چې په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن د استوګنې پر ځاي باندې د حملې په اړه یي دوي ته خبر نه و ورکړی.
پاکستان امریکایي روزونکې له هیواده وایستل او واشنګټن هم ورباندې پیسې بندې کړې.

پاکستانې او امریکایي چارواکو به په قبایلې سیمو کې د وسله والو په اړه یو بل ته استخباراتې معلومات ورکول، خو دا مهال د استخباراتې معلوماتو راکړه ورکړه هم بنده شویده.

په تېرو وختونو کې به په پاکستان کې د سي آي ای مامورین د پاکستان له استخباراتې چارواکو سره په آزاد ډول ګرځیدل راګرځيدل، د پاکستان حکومت اوس ددي مامورینو په فعالیتونو بندیزونه لګولې او په زیاتو مواردو کې د پاکستانې چارواکو له خوا ځورول کېږي.
XS
SM
MD
LG