د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

"په قضایي دستګاه کې د فساد پر ضد جدي مبارزه کوو"


د افغانستان قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست عبدالسلام عظیمي
د افغانستان قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست عبدالسلام عظیمي
د سترې محکمې سرپرست په قضایي سیسټم او نورو ادارو کې د فساد موجودیت له جدي ستونزو څخه بولي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې مبارزه د دوي کاري لومړیتوب جوړوي.

د افغانستان قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست عبدالسلام عظیمي د چهاشنبې په ورځ له دوه کلن قضایي ستاژ څخه د یو شمېر قاضیانو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړه چې هڅه دا ده ترڅو په محاکمو کې له خلکو سره ښه چلند وشي او حق حقدار ته ورسیږي.

د ښاغلي عظیمي په خبره اداری فساد له نورو حکومتي ادارو سربیره په قضایي دستګاه کې هم شته او د دې شومې پدیدې د له مینځه وړلو لپاره ټینګې ژمنې او جدي مبارزې ته اړتیا شته چې په ټول توان سره ترسره کیږي:

"په افغانستان کې له اداري فساد سره مبارزه جدي روانه ده او موږ هم دا په خپلو کاري لومړیتوبو کې شامله کړې ده.

تاسو به هم دا احساس کړې وي ان هغه کسان چې د محکمې په نوم له نورو ارګانونو څخه ګټه پورته کوي موږ پرې رحم نکوو او په راتلونکې کې به هم پرې رحم ونشي.

دا باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي او ستاسو په اساسي کرښو کې شامله وي".

د قضایي ستاژ له اوه ویشتمې دورې څخه یوسل او درې دیرش تنه قاضیان فارغ شول چې درې دیرش تنه یې ښځې وې.

د سترې محکمې چارواکي وایي، چې دې قاضیانو د امریکا د پراختیایي ادارې په مالي مرسته دوه کلنه مسلکي روزنه ترلاسه کړې او په مرکز او ولایتونو کې به په محاکمو کې په دندو وګمارل شي.

په کابل کې د امریکا سفارت عدلي او قضایي مسوول شوینډیمن دې فارغ شوو قاضیانو ته وویل چې باید دوی په پوره صداقت او جرآت قانون عملي کړي ترڅو په قضایی دستګاه د خلکو باور زیات شي:

"هر یو له تاسو څخه د یوې اکاډمیکې تجربې لاس ته راوړنه یاست، چې په بریالي توګه مو پای ته رسولې ده.

تاسو د قضایي او اکاډمیکو چارو په برخه کې په افغانستان کې ځلانده ځوانان یاست، تاسو د افغانستان ښه قاضیان او تکړه ځوانان جوړوئ.

تاسو اوس په یو مهم پړاو کې یاست هم د ځان لپاره او هم د افغانستان لپاره، له نن څخه وروسته تاسو ته د هیلو ډیرې سترګې پاتې دي".

د افغانستان د قضایی ارګان د اصلاح لپاره له څو کلونو راهیسې هڅې رواني دي او په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او ایټالیا د پام وړ مرستې او هلې ځلې کړي دي.

خو له دې ټولو هڅو سره سره لاهم د دې هېواد په قضایی سیسټم کې ډیرې ستونزې او نیمګړتیاوې شته،خلک وایي چې دوسیې په وخت او شفافیت سره نه فیصله کیږي او په محاکمو کې رشوت د قانون د عملي کیدو مخه ډپ کړیده.

ان په ځینو نا امنو ولایتونوکې خلک وایی چې په قضایی دستګاه کې د فساد او نیمګړتیاوو له امله دوی د خپلو ستونزو د حل لپاره وسله والو طالبانو ته مراجعه کوي.
XS
SM
MD
LG