د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۴۸

حسنې مبارک له طبي نظره مړ شوی


پخوانۍ ولسمشر لا هم ژوندی او په مصنوعي توګه ساه اخلي.
د مصر دولتي خبري اژانس وايي، د دې هېواد پخوانۍ ولسمشر حسنې مبارک له طبي نظره مړ شوی دی.

د مبارک د وضیعت په اړه زیات جزئیات نه دی خپاره شوي.

خو د مصر امنیتي مقامات د دولتي خبري اژانس د راپور برعکس ټینګار کوي چې پخوانۍ ولسمشر لا هم ژوندی او په مصنوعي توګه ساه اخلي.

حسنې مبارک چې په عمر قید محکوم دی د مغزي سکتې له امله پرون د زندان له روغتون څخه یوې پوځي شفاخاني ته انتقال کړای شوی دی.

دولتي تلویزون وویل، ډاکترانو په طبي الاتو سره د مبارک زړه چې د څو ثانیو لپاره دریدلی دی، بیرته پر حال کړ.
XS
SM
MD
LG