د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۷

د سولې په راوستو کې د دیني عالمانو رول مهم دی


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د اسلامي همکاریو د کنفرانس سپارښتنې او په دې اړه د ملګرو ملتونو په دریځ هم بحثونه کړي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې په کابل کې د اسلامي همکاریو د دویم کنفرانس په حواله لیکلي، چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکیلې خواوې باید خپلې ستونزې د سولې او تفاهم له لارې هوارې کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې په دې کنفرانس کې، چې په کې د افغانستان، پاکستان، هندوستان، تاجکستان او مصر شاوخوا شپاړلسو عالمانو ګډون کړې وو، په افغانستان کې په روانې جګړې اندیښنه څرګنده کړه.

ورځپاڼه لیکي، چې په کنفرانس کې د سولې د راوستو په هلو ځلو کې د دیني عالمانو رول مهم وبلل شو او وویل شول، چې د دې کنفرانس له لارې به د سولې د بهیر د پیاوړې کولو لارې چارې ولټولې شي.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا د سولې د راوستو په برخه کې په کور دننه په موجودو ځینو ستونزو بحث کړې.

ورځپآڼې لیکلي، چې لومړې باید هغه ډلې جوتې شي، چې په جګړې تکیه کوي او بله دا، چې باید روښانه شي، چې له چا سره خبرې او سوله وشي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په دې کنفرانس کې ګډون کوونکو عالمانو ژمنه کړې، چې د سولې د بهیر لپاره هر څه، چې په وس کې لري ترسره به یی کړي.

ورځپاڼې لیکلی، چې دې دیني عالمانو د سولې له بهیر سره د همکارۍ ژمنه په داسې حال کې کړې، چې د ملګرو ملتونو ځآنګړي استازي هم د سولې په بهیر کې د دوي همکاري ضروري بللې او ویلي، چې دوي باید په دې برخه کې مرسته وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې یان کوبیش ویلي، چې د امنیتي مسؤلیتونو د لیږد د بهیر تر بشپړیدو پورې باید په افغانستان کې سوله راغلي وي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ملګرو ملتونو د ځآنګړي استازي په حواله لیکلي، چې اسلامي هیوادونه د افغانستان د موجوده ستونزو په هواري کې مهم رول لوبولې شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې د افغانستان موجوده حالت نه یوازې نړېوال بلکه د بېلابېلو هېوادونو دیني عالمان هم اندیښمن کړي او د روانې وضعې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ددې کنفرانس ګډونوال غواړي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره افغان حکومت ته ځینې ځآنګړې سپارښتنې وړاندې کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې د ملګرو ملتونو ځآنګړي استازي د ولسمشر له دویم مرستیال سره په خبرو کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره سیمه ایزې همکارۍ هم مهمې بللي.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي کوبیش د افغان حکومت د هغو هلو ځلو ملاتړ کړې، چې د سیمه ایزې همکارۍ د پیاوړې کولو لپاره یی کوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ولسمشر دویم مرستیال بیا هم پدې ټنیګار وکړ، چې د سولې هڅې باید د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې زیانمنې نکړي.
XS
SM
MD
LG