د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۳۱

افغانستان له ۲۰۱۴نه وروسته نورو۷میلیارده ډالرو ته هم اړتیا لري


د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاورې
د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاورې د سې شنبې په ورځ وویل، افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته د امنیتي ځواکونو په لګښتونو سربېره، د اقتصادي ودې لپاره په کال کې شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو ته هم اړتیا ولري.

ښاغلي دلاورې رویترز اژانس ته وویل، په توکیو کې له افغانستان سره د مرستندویو هېواودونو د کنفرنس په درشل کې، افغان حکومت خپل د اوږدې مودې دریځ یو ځل بیا په ډاګه کړی او وایي، بهرنۍ مرستې باید د نړېوالو سازمانونو پرځای، د افغان حکومت له لارې ولګولې شي.

نړېوال مرستندویان په افغانستان کې د اداري فساد او د مرستو له پیسو څخه د ناوړه ګتې اخیستنې په اړه اندیښمن دي او دا مسله ممکن د نړېوالو مرسته کوونکو او افغان حکومت تر منځ ستونزمنه مسله هم وي.

د افغانستان د ۱۷ اعشاریه یو میلیارد ډالرو ملې بودجې په سلو کې ۹۰ له بهرنیو مرستو څخه تمویلیږي.

په اروپا کې د اقتصادی بحران، په متحده ایالاتو کې د بودجې د کمښت او د افغانستان له لس کلنې جګړې سره د خلکو د لیوالتیا د کمیدو له وجې ممکن له افغانستان سره مرستې هم کمې شي.

د افغانستان بانک رئیس ښاغلی دلاورې وایي:

“د افغان حکومت له ځینو وزیرانوڅخه اورم چې افغانستان له پوځې لګښتونو جلا، په کال کې له شپږو څخه تر ۹ میلیاردو ډالرو پورې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، پدي پیسو سره به مونږ یوازې خپلې اقتصادې ودې ته دوام ورکړاي شو”.

نړیوال بانک په تېر نومبر میاشت کې خبرداری ورکړی وچې له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پاي کی د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته اودي هیواد ته د مرستو د بندیدو په صورت کې به افغانستان له اقتصادي رکود سره مخامخ شي.

نړیوال بانک وړاند وینه کړي چې افغانستان به تر ۲۰۲۱ کاله پورې هر کال ۷ میلیارده ډالره د بودجې کسر ولري.

د افغانستان بانک رئیس روتیرز آژانس سره مرکې کې ویلي، افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسي مخ پر وړاندي روان دی او سږ کال به د هیواد اقتصاد په سلو کې ۷ اعشاریه ۴ وده وکړې، دا ځکه چې سږ کال زراعتي حاصلات ډېر ښه دي.

ښاغلی دلاورې وایي، افغانستان لا تر اوسه په خپلوپښو ندي ولاړ او د بهرنیو مرستو کمیدل یا بندیدل به ډېره ګرانه خبره وي.

افغانستان هیله من دی چې د مسو، اوسپنې او تیلو د سترو زیرمو په استخراج سره به دبودجې کسر پوره کړې، خو د دلاوري په وینا، ددي کانو او طبیعې زیرمو رایستل به له پنځو څخه تر لسو کالو پورې وخت ته اړتیا ولري.

له بلې خوا، په افغانستان کې ادارې فساد او درغلۍ ستره ستونزه ده. د روان کال په سر کې د انګستان د مرستو د څارنې یوې موسسې له خپل حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان ته په خپلو مرستو باید جدی څار وکړي.

د نړېوال شفافیت د څارنې موسسه چې مرکز یي په برلین کی دی، په تېر ډسمبر میاشت کې یي افغانستان په نړۍ کې په اداري فساد کې د ښکیلو هیوادو په ډله کې اعلان کړ او دا هیواد یي له میانمر سره یو شان، خو له سومالیا او شمالې کوریا څخه یو لږ څه ښه وباله.
XS
SM
MD
LG