د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

د ګیلاني صلب صلاحیت د پاکستان یوه تاریخي پریکړه


وروسته تردې چې د پاکستان سترې محکمې د یوې ځانګړې پریکړې له مخې صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني صلب صلاحیت کړ، د دې هېواد مطبوعاتو او سیاسي ګوندونو خپله ټوله پاملرنه همدې تاریخي فیصلې ته اړولې.

د پاکستان تر یو درجن زیاتو خصوصي خبري تلویزیوني چینلونو په خپلو خپرونو کې چې تر ډیره همدې موضوع ته ځانګړې شوي وې د دې پریکړې پر بېلابېلو اړخونو او د حکومت پر راتلونکې باندې بېلابېل راپورونه، مرکې او ګردي میزونه لرل.

د مطبوعاتو ترڅنګ حقوقي ماهرینو او سیاستوالو دا د پاکستان په څو شپيته کلن تاریخ کې یوه بیسارې پریکړه وبلله او تمه يې څرګنده کړه چې عدلیه به په راتلونکي کې د ورته اقداماتو په ترسره کولو سره د خلکو د مشکلاتو په هواري کې لازمه همکاري وکړي.

د جیو نیوز خصوصي تلویزيون د مشهورې خپرونې کيپټل ټاک چلوونکي، ژورنالیست و ورځپاڼه لیکونکي حامد میر که څه هم د دې پریکړې پر حقوقي اړخ څه ونه ویل، خو دا هرڅه يې د ښاغلي ګیلاني د حکومت د ناکانه پالیسۍ نتیجه وبلله.

حامد میر وايي، په پاکستان کې د بریښنا د نشتوالي بحران او په کراچۍ کې د ورځ تر بلې زیاتیدونکې نا امنۍ هغه څه دي، چې سړی يې د ګیلاني د حکومت د سترو ناکامیو په توګه یادولی شي.

ده نیوز ټرايب ویب پاڼې د فارن پالیسي خپرونې هغه راپور راخیستی، چې له مخې يې پاکستان دنړۍ دیارلسم ناکام هیواد بلل شوی.

ویب پاڼه لیکي، په پاکستان کې اداري فساد، نا امنۍ، اقتصادي بحرانونه، ناکامه بهرنۍ پالیسي او نور هغه مسايل دي چې دا هېواد يې د لومړیو شلو ناکامه هیوادونو په کتار کې درولی.
د مطبوعاتو ترڅنګ سیاستوال او مبصرین هم ددې فیصلې په باب بیلابیل نظریات لري.

د حقوقپوهانو د سرتاسري ټولنې پخوانی مشر اکرم شیخ وايي د ښاغلي ګیلاني حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او یواځنی حل يې دادی چې واګې یوه عبوري حکومت ته وسپارل شي او له کوم تاخیر پرته په څلور پینځو میاشتو کې نوي انتخابات وشي.

د پاکستان د دویم ستر سیاسي ګوند مسلم لیګ نون مشر او پخواني صدراعظم نواز شريف د سترې محکمې دغه پریکړه ستایلې خو ټینګار کوي چې واکمن پيپلز ګوند باید پارلمان ته د نوي صدراعظم د ورپيژندلو پرځای سمدستي استعفی وکړي.

نوموړی په دې باور دی چې د څیرو په بدلیدو سره د پاکستان ستونزې نه هواريږی.

د واکمن ائتلاف غړي او د هندي مهاجرو ګوند یا متحده قومي غورځنګ که څه هم خپله راتلونکې نده روښانه کړې خو په لومړنۍ اعلامیه کې يې د سترې محکمې د پریکړې ملاتړ اعلان کړی او ويلي يې دي چې ټول باید ددغې پریکړې درناوی وکړي.

د ګیلاني د حکومت یوه بل ائتلافي ګوند مسلم لیګ ق چې نوی په حکومت کې شامل شوی تر اوسه خوله پټه نیولې خو ددې ګوند یوه مشر شیخ وقاص له یوه خصوصي تلویزیون سره په مرکه په محتاطانه الفاضو له حکومت څخه د بیلیدو پلو ته اشاره وکړه.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر او د حکومت ویاند قمرزمان کایره چې د واکمن ګوند ځينې نور عالي رتبه غړي يې هم ترڅنګ ناست وو یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، واکمن ګوند د سترې محکمې پریکړه مني خو دا يې ونه ویل چې ګوند به يې د واک پریښودو ته حاضر شي که څنګه؟

د پاکستان د سترې محکمې یوې درې کسیزې ډلې پرون ناوخته مهال صدراعظم صلب صلاحیت کړ او د انتخاباتو کمیسیون ته يې د هغه د کوښه کولو امر وکړ.

د انتخاباتو کمیسیون یواځې څو ساعته وروسته دصدارعظم د ګوښه کولو امر صادر او هغه يې د اپریل له ۲۶ را په دیخوا د قانوني حیثیته بې برخې وګاڼه.

د وروستیو راپورونو له مخې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې هغه غونډه چې د جمهور رئیس آصف علي زرداري په مشرۍ د نوي صدراعظم ټاکنې په هدف جوړه شوې وه د شپې ناوخته مهال له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیده او پریکړه وشوه چې نوموړی به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ پارلمان ته د نوي صدراعظم د معرفي کولو په باب خپله پریکړه اعلان کړي.

په پاکستان کې دغه نوی جنجال په داسې حال کې رامنځته شوی چې ددې هیواد دولت لا له وړاندې له ګڼو کورنیو او بهرنیو چلنجونو سره مخ دی.
XS
SM
MD
LG