د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

بریتانيي د ثبات د ټینګښت لپاره د کابل او اسلام اباد همکاري اړینه ده


British flag
British flag
د کابل او اسلام اباد لپاره د بریتانیي سفیرانو په افغانستان او سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ همکاري ضروري وبلله.

د افغانستان لپاره د بریتانیي سفیر ریچارډ ستګ او د اسلام اباد لپاره ادام ټامسن د سې شنبې په ورځ له اسلام اباد څخه د پاکستان او افغانستان یو شمېر خبریالانو ته په یوه ویډو کنفرانس وویل، چې جنګ د اختلافونو د حل لاره نه ده.

دوي وویل، چې نړېواله ټولنه هم غواړي چې روانې شخړې د سوله ایزو او دیپلوماتیکو لارو اوارې شي.

په اسلام اباد کې د بریتانیي سفیر ادام ټامسن وویل:

«د بریتانیې دولت په دې باور دی، چې د افغانستان د ثبات لپاره د پاکستان همکاري ضروري ده، له ترهګرۍ یوازې افغانستان نه بلکې پاکستان هم زیانمن شوی دی.

پاکستاني چارواکو د بریتانیې حکومت ته ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پلوی نه دی، ځکه دا کار د پاکستان په ګټه نه دی.»

بریتانوي ډیپلوماټان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د همکارۍ سپارښتنه په داسې حال کې کوي، چې پاکستان بیا بیا په دې تورن شوې، چې د سولې په هڅو کې همکاري نه کوي.

د دې ترڅنګ دا هم ویل کېږي، چې د افغان دولت وسله والو مخالفینو مشران په پاکستان کې میشت دي او د افغان دولت له غوښتنې سره سره پاکستان لا هم د دوي او افغان دولت ترمنځ د خبرو زمینه نه برابروي.

د کابل لپاره د بریتانیي سفیر ریچارډ سټک بیا د موجوده ستونزو یو اساسي لامل د دواړو لوریو ترمنځ د باور د فضا نه موجودیت وباله، چې په وینا یي باید ژر تر ژره له منځه ولاړه شي:

«افغانستان ډیر ګاونډیان لري، خو مهمه دا ده چې د دې هېواد له سولې سره همکاري وکړي، سره له دې چې پاکستان د افغانستان او هند د دوستی او همکارۍ له امله اندیښمن دي، موږ هیله لرو دا اندیښې لیرې او سولې ته کار وشي.»

کارپوهان وایي، پاکستان په سیمه کې د سولې لپاره هر وخت افغانستان سره د همکاریو ژمنې کړي، خو ډیر ځلي لیدل شوي چې ژمنې یي ماتې کړي دي.

د امریکا د دفاع وزیر په دې وروستیو اعتراف وکړ چې د افغانستان د بې ثباتی ریښي د پاکستان په قبایلي سیمو کې دي.

ده دا هم وویل، د پاکستان پر وړاندې د امریکا د صبر کاسه نوره تر مورګو رسیدلی ده.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG