د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۰

طالبان له هرامکانه په ګټې اخیستو وضعیت خرابوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندهار کې پر افغان پولیسو د سې شنبې د ورځې د حملې په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، چې وسله والو د پولیسو په یونوفورم کې څو افغان پولیسو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ورځپاڼی په وینا وسله والو مخالفانو په دغې حملې سره چې ناتو هم د خپل یوه عسکر وژنه تایید کړې، یو ځل بیا وښوده چې دوي له هر امکان څخه په استفادې غواړي د هېواد وضعیت خراب کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دا پیښه ښیي چې د افغانستان وضعیت څومره زیانمنونکې دی او افغان امنیتي ځواکونه او په دې هېواد کې میشت بهرني پوځیان باید ترڅه حده د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره له احتیاطه کار واخلي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې د کړکیچ د زیاتوالي پرمسلې یوه لیکنه خپره کړې او لیکي، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له حملو او په افغانستان کې د طالبانو او تروریزم پر ضد د عملیاتو له پیل وروسته پاکستان په یوه شپه کې له یوه بدنام او هغه هېواد څخه چې د اټومي تکنالوژۍ په پراختیا تورن و، د تروریزم په وړاندې جګړه کې په یوه اساسي متحد بدل شو.

د لاس انجلس ټایمز په وینا د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د پاکستان پوځي مشر هغه رهبرر یاد کړی و، چې پاکستان د یوې ښې راتلونکې پر لوري سیخوي.

په افغانستان کې د ناتو د اکمالاتو لیږدلو لپاره د پاکستان له ترانیزیتي لارې ګټې اخیستو امریکا او ناتو تل پاکستان ته محتاج کړي و او دوي له ټولو ستونزو سره سره چې له پاکستان سره یې درلودې، دغه هېواد یې دوست او متحد یاداوه.

خو د ورځپاڼې په وینا د وخت په تیریدو سره په پاکستان کې د القاعده د مشراو نورو افراطیانو موجودیت او له دوي سره د پاکستان د یو شمېر ډلو همکاري له اسلام اباد سره د واشنګټن اړیکې سړې او ډیرې کړکیچنې کړي دي.

د لاس انجلس ټایمز له دې لیکنې سره سم اوس چې د افغانستان په مسله کې پر پاکستان د امریکا اتکا کمه شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصله هم زیاته شوې ده.

د ورځپاڼې په وینا په هغو اقداماتو سره چې دواړو لورو کړي یا کوي یې نه یواځې دا چې دغه واټن لنډوي نه، بلکه لایې پسې زیاتوي.

لاس انجلس ټایمز، افغانستان ته په وروستي سفر کې د امریکا د دفاع وزیرڅرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي و د پاکستان په اړه د امریکا صبر او حوصله پای ته رسیدلې ده.

د داوړو لورو ترمنځ د اختلاف یوه بله مسله د پاکستان پر قبایلي سیمو د امریکا د بې پیلوټه الوتکود حملو دوام دی چې پاکستان یې پرخپل ملي حاکمیت تیری بولي، خو امریکا دغه حملې د خپل ملي امنیت لپاره مهمې بولي.

د لاس انجلس ټایمز په وینا دغه لانجه ښیي چې امریکا د سیمي لپاره د نوې ستراتیژۍ له مخې غواړي له پاکستان سره پر اړیکو له سره کتنه وکړي.
XS
SM
MD
LG