د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۵

بدخشان کې څه باندې ۱۰۰کیلومتره سړک په اساسي ډول ورغول شو


د افغانستان په یوه لرې پروت ولایت بدخشان کې د لومړي ځل لپاره د امریکا په مالي مرسته څه باندې سل کیلومتره سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول شو.

د امریکا سفیر وایي، د دغه سړک په جوړیدو د بدخشان خلکو ته بیلابیلې اسانتیاوې رامنځ ته شوې او کابل ته د تګ راتګ وخت له ورځو څخه ساعتونو ته راکم شو.

د امریکا سفیر راین کراکر او د بدخشان ځآیي چارواکو د سې شنبې په ورځ د فیض اباد او کشم ولسوالۍ ترمنځ غځیدلی سړک رسمآ پرانیست او ګټې اخیستنې ته یې وړاندې کړ.

راین کراکر وویل، د دغه سړک جوړول له افغانستان سره د امریکا د پراختیایي مرستو یوه برخه ده او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې خپلو دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.

راین کراکر په بدخشان کې د جوړ شوي سړک ګټې داسې په ګوته کړې:

"د فیض ابادـ کشم ترمنځ د سړک جوړیدو کورنۍ سره نږدې کړې او سوداګرۍ ته یې پراختیا ورکړه.

اوس ناروغان ډیر ژر روغتونونو ته رسیږي، کورنۍ کولای شي چې خپل خپلوانو کره په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

د ده سړک په جوړیدو د کابل او فیض اباد ترمنځ د بس ټکت دوه پر درې راکم شو او د کابل او بدخشان ترمنځ د تګ راتګ وخت له ورځو څخه ساعتونو ته راکم شو."


د فیض اباد کشم سړک ۱۰۳ کیلو متره اوږدوالی لري چې د یو، ایس ،اې اې ،ډي یا د امریکا د نړېوالې پراختیایي ادارې له خوا ورباندې یوسل او پنځه ویشت میلیونه ډالره لګښت راغلی.

د بدخشان اوسیدونکې وایي، چې له دې وړاندې یې په دغه ولایت کې هیڅ پوخ سړک نه درلود.
راین کراکر وویل، د دغه سړک جوړول له افغانستان سره د امریکا د پراختیایي مرستو یوه برخه ده او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې خپلو دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.
راین کراکر وویل، د دغه سړک جوړول له افغانستان سره د امریکا د پراختیایي مرستو یوه برخه ده او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې خپلو دې ډول مرستو ته دوام ورکړي.

د بدخشان والي شاه ولی الله ادیب د دغه سړک له جوړیدو خوښې څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه چې بدخشان اوس هم د مواصلاتي لارو په برخه کې ستونزې لري.

ښاغلي ادیب زیاته کړه، چې په بدخشان کې د مواصلاتي لارو د نه موجودیت له کبله هرکال زرګونه میندې د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي:

"د بدخشان ولایت له اړتیاوو څخه یو هم له ولسوالیو سره د مواصلاتي سړکونو نشتوالی دی.

دا د دې سبب شوی، چې زموږ خلک روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی ونه لري.

په بدخشان کې هرکال په یولک میندو کې شپږ زره د ولادت پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي."


بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې لرې پروت ولایت دی، چې ۲۷ ولسوالۍ لري.

د دغه ولایت چارواکي وایي چې په تیرو لسو کلونو کې د پوهنې، بیا رغونې او روغتیا په برخه کې دغه ولایت ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG