د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د امريکا او روسيې ولسمشرانو نړېوال مسايل وڅيړل


د امريکا او روسيې ولسمشرانو د سوريې او ايران په ګډون پر يو لړ نړېوالو مسايلو د دوشنبې په ورځ خبرې وکړې.

دغو دوو ولسمشرانو په مکسيکو کې له ليدنې کتنې وروسته خبريالانو ته د ماسکو او واشنګتن دريځ د سوريې په اړه روښانه کړ.

د سوريې د شخړو په اړه په وروستيو کې امريکا تور پورې کړی و، چې ماسکو حکومتي ځواکونو ته وسلې ورکوي او روسيې ويلي و، چې امريکا د بشارالاسد د رژيم مخالفان په وسلو سمبالوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د دې خبرو په اړه وويل:

"موږ د سوريې په ګډون پر نړېوالو مسايلو خبرې وکړې، زما له نظره موږ په دې ټولو برخو کې ګڼ مشترک ټکي سره پيدا کړل."

بارک اوباما او ولادمير پوتين په مکسيکو کې د جې شل يا د نړۍ د شلو پياوړيو اقتصادي هېوادونو د غونډې په ترڅ کې د سوريې د شخړو په اړه د کومې مشخصې حل لارې وړانديز ونه کړ.

بارک اوباما له ولاديمير پوتين سره تر خبرو وروسته خبريالانو ته وويل:

"موږ د سوريې په اړه خبرې وکړې او موافقه مو وکړه، څو په دې هېواد کې شخړې پای ته ورسيږي.

موږ سره ومنله چې د سياسي خبرو يو دور په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي او له څو اونيو راهيسې د بې رحمه وژلو د مخنوي لپاره پيل شي.

ژمنه مو وکړه، چې د ملګرو ملتو، کوفي انان او په دې مساله کې د ټولو داخلو خواوو په ګډون د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړ."


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين بيا د سوريې په اړه څرګنده کړه چې په دې باب به خبرې دوام وکړي.

دوي د ايران د اتومي پروګرام په برخه کې هم خبرې وکړې او د دې لانجې د هواري لپاره يې پر ديپلوماتيکو هلو ځلو ټينګار وکړ. بارک اوباما وويل:

"موږ چې کله د ايران په اړه خبرې وکړې، نو د يوه مشترک دريځ پر خپلولو مو ټينګار وکړ.

د پنځه جمع يو ډلې د غړيو په توګه موږ موافقه وکړه چې لاهم وخت شته څو د ايران د اتومي وسلو د پراختيا ستونزه د ديپلوماسۍ له لارې هواره کړو، همداراز د سوله ييزې انرژۍ د ترلاسه کولو په برخه کې د دې هيواد د ليوالتيا مساله وڅيړله"


د روسيې او امريکا ولسمشرانو همداراز د توغنديو ضد دفاعي سيستم د نصبيدو مساله سره ياده کړه او په نړۍ کې يې د وسلو د خرڅلاو د کميدو په اړه خبرې وکړې.

د رويټرز اژانس په وينا په داسې وخت کې چې د سوريې د حکومتي ځواکونو له لورې له څو ورځو راهيسې د مخالفانو پر ضد سختې حملې روانې دي بارک اوباما او متحدان يې هڅې کوي چې ماسکو وهڅوي، څو د ملګرو ملتو په امنيت شورا کې د بشار الاسد د رژيم پرضد رايه ورکړي، خو ولاديمير پوتين د امريکا دغې هڅې ته د شک په سترګه ګوري په تيره بيا چې په ليبيا کې ناټو د معمر القذافي د رژيم په راپرزولو کې مرسته وکړه.
XS
SM
MD
LG