د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۴

نړۍ

د یونان د نوی ډموکراسي محافظه کارګوند د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې وکړې

د یونان د نوی ډموکراسی محافظه کارګوند د تیرې یکشنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته د دوهمې ورځې لپاره له سوسیالیست پاسوک او کیڼ اړخي ډموکراتیک ګوندونو سره د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې وکړې.

تر چهارشنبی پورې باید په دې اړه یوه موافقه ترلاسه شي.

د پاسوک ګوند مشر ایوانګیلوس وینیزیلو وویل:
(د کیڼ اړخي ډموکراتیک ګوند له مشر فوتیس کوویلیس سره تر کتنې وروسته زه خوشبین یم.

په ډیرو برخو کې د نظر یووالی لرو او د ډیر اهمیت وړ خبره دا ده، چې موږ غواړو دغه پروسه چټکه کړو ځکه موږ ته پکار ده چې بهر ته د خپل هېواد د ثبات او اعتبار په اړه پیغام ورکړو او هم په هېواد کې دننه باید د یونان خلکو ته د امنیت او سوکالی پیغام ورکړو.

ځکه یونانیان دی ته اړتیا لري، چې یو ځل بیا د خوشحالی احساس وکړي.)

نیوډموکراسی ژمنه کړی چی د هغی معاملی درناوی کوی چی یونان د خپلو پورونو د ستونزو د هواری لپاره له نړیوالو پورورکونکو موسوسو سره کړی ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس تایلنډ ته رسېدلی

تمه ده چې نوموړی به په جاپان کې هم تم شي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس تایلنډ ته ورسېد.

دی به آسیا ته په دې یو اونیز سفر کې په تایلنډ کې د کاتولیکانو له یوه کوچني اقلیت سره وګوري.

تمه ده چې نوموړی به په جاپان کې هم تم شي.

بنکاک ته له رسېدو سره پاپ فرانسس له عیسوۍ مبلغې آنا روزا سیفوري سره چې له څه باندي پنځوسو کلونو راهیسې په تایلنډ کې اوسیږي، ولیدل.

کاتولیک عیسویان د تایلنډ د نفوس یوه سلنه جوړوي.

اسرائیل په سوریه کې د سوریې او ایران پوځي اهداف ویشتلي

ارشیف

د اسرائیل پوځ وایې په سوریې کې ېې لسګونه ایراني او سوریه یې پوځي اهداف ویشتلي دي.

دوی وایې په دې سره یې د اسرائیل تر واک لاندې جولان پر لوړو د راکټي بریدونو غچ واخیست.

د اسرائیل د پوځ په خبره د دې هېواد جنګي جټ الوتکو نن د نومبر ۲۰ د ایران د سپاه پاسداران قدس اړوند اهداف چې له ځمکې هوا ویشتونکي توغندي، د وسلو زیرمې او نورې پوځي اډې پکي شاملې دي، ویشتلي.

د جګړو د حالاتو یوه څارونکې ډله وایي، په دې هوایې بریدونو کې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي چې ۷ کسه یې د سوریې نه دي.

د سوریې دولتي رسنیو وړاندې راپور ورکړ چې پلازمینې دمشق ته څېرمه د اسرائیل په بریدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو روسیې د اسرائیلو دا بریدونه یو ناسم اقدام بللی دی.

اسرائیلو په تکرار په سوریې کې د ایران ګټي په نښه کړي او غواړي په دې ډول په سیمه کې د ایران د دایمي پوځي حضور مخه ونیسي.

د پاکستان حکومت سیاسي مخالفینو د لارو د بندېدا پای وغوښت

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دغه حکومت ضد اعتراضونه تیره میاشت د آزادۍ مارش په نوم پیل شول.

د پاکستان د حکومت مخالفو مشرانو پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د هغه هیواد په لویو ښارونو کې د لارو بندول ختم کړي.

دوی وایې دا اعتراضونه عام خلک زیانمنوي.

دغو مخالفو مشرانو د نومبر پر ۱۹مه اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته دا هم وویل چې د صدراعظم عمران خان تر استعفی پورې به خپلو نورو فشارونو ته دوام ورکوي.

دوی ادعا کوي چې خان د ۲۰۱۸ میلادي کال په ټاکنو کې په درغلیو د پاکستان د پوځ له خوا واک ته رسیدلی دی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ دغه حکومت ضد اعتراضونه تیره میاشت د آزادۍ مارش په نوم پیل شول.

لسګونه زره لاریون کوونکو له کراچۍ څخه اعتراضونه پیل کړل او د اکټوبر پر یو دېرشمه پلازمېنه اسلام آباد ته ورسېدل.

دوی په پلازمینه کې پر عمده لویو لارو تحصن پیل کړ او د نویو تروخت مخکي ټاکنو غوښتنه یې کوله.

د نومبر پر ۱۳مه مولانا فضل الرحمن په پلازمېنه کې دوه اوونیز تحصن ختم او خپلو پلویانو ته یې وویل چې په ټول هېواد کې لویې لارې وتړي.

په پاکستان کې پوځ ډېر کلونه واکمن پاتې شوی او د دولتونو په جوړولو کې لوی لاس لري.

په تېرو ۷۰ کلونو کې هیڅ پاکستانی صدراعظم نه دی توانېدلی خپله کاري موده بشپړه کړي.

پنټاګون: د ایران د توغندیو زیرمې په منځني ختیځ کې تر ټولو زیاتې دي

د ایران د توغندیو زیرمې په منځني ختیځ کې بې سارې ان د اسراییل له زیرمو هم زیاتې دي.

د ایران د توغندیو زیرمې په منځني ختیځ کې بې سارې ان د اسراییل له زیرمو هم زیاتې دي.

دا خبره د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې په نوي راپور کې چې پرون سې شنبې یې خپور کړی، کړې ده.

پنټاګون په دغه څیړنیز راپور کې ویلي چې په تېرو څلویښتو کلونو کې ایران د توغندیو پراخ پروګرام، د توغندیو اندازه او د پرمختللو توغندیو د ځواک پراختیا ته له دې سره سره دوام ورکړی چې د توغندیو د پراختیا د مخنیوي لپاره له لسیزو راهیسې هڅه کیږي.

پر ایران له لسیزې راهیسې د لګول شویو بندیزونو سره سره تهران د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په ګډون دغو وسلو ته چې د توغندیو واټن یې تر۲۰۰۰ کیلومټره واټن چې اسرائیل هم په نښه کولی شي، ویشتلی شي.

په راپورکې ویل شوي چې دوه کاله مخکې ایران د ۱۲۵۰ کیلومټرو واټن ویشتونکی توغندی وښود چې مختلف سروکې لیږدولی شي او داسې ښکاري چې په تولید کې یې د شمالي کوریا له تکنالوجۍ کاراخیستل شوی دی.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دې ته په پام سره چې ایران پرمختللی هوایي ځواک نه لري، د لرې واټن ویشتونکو توغندیو ته یې ځکه پراختیا ورکړې چې په سیمه کې د خپلو دښمنانو په تېره بیا د متحدو ایالتونو، اسرائیل او سعودي عربستان د ممکنه برید مخه ونیسي.

امریکايي متخصص ته د اوکراين د دفاع وزارت وړاندیز شوی

ډګرمن الکساندر ويندمن وايي، د اوکراين د ملي امنيت ادارې مشر ورته د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد کړی.

د اوکراين په چارو کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت شورا يو متخصص وايي، چې درې ځله د اوکراين د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد ورته شوى دى.

ډګر جنرال الکساندر ويندمن د استازو جرګې ته چې ډيموکراتان په کې اکثريت دي دا خبره وکړه.

دا استماعيه غونډه د ولسمشر ټرمپ د استيضاح په تړاو رابلل شوې وه.

جمهوريت غوښتونکي ښايي هڅه وکړي چې د دغو څرګندونو اهمیت کم کړي.

الکساندر ويندمن چې په اوکراين کې زېږېدلى، استماعيه غونډې ته وويل، کله چې د ولسمشر ولادمير زيلينسکي د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره له امريکايي پلاوي سره کييف ته تللى و، د اوکراين د ملي امنيت ادارې مشر ورته د دفاع وزارت د څوکۍ پېشنهاد وکړ.

هغه زیاته کړه: "له ما غوښتنه وشوه چې پر دې غور وکړم چې ايا غواړم د اوکراين د دفاع وزير شم؟ خو ما ونه منله، دا ډېره خندوونکې ده، که د امريکا د پوځ يو ټيټ رتبه چارواکي ته د داسې مهمې څوکۍ پېشنهاد وشي."

الکساندر ويندمن د ولسمشر د استيضاح په استماعيه غونډه کې مهم شاهد ګڼل کېږي.

د استيضاح په تړاو په استماعيه غونډو کې پر دې خبرې کېږي، چې ايا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراين ته د پوځي مرستې په بدل کې له اوکراين څخه د پخواني مرستيال ولسمشر جو بايډن په اړه د څېړنو په غوښتنې سره له خپل موقف څخه ناوړه استفاده کړې ده که څنګه؟

جوبايډن د امريکا د ٢٠٢٠میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډيموکرات ګوند یو کانديد دى.

اوکراين: کييف تيار دى يو "معقول جوړجاړى" ومني

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير وادېم پريستايکو

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير وايي کييف تيار دى د راتلونکې مياشتې په غونډه کې يو "معقول جوړجاړى" ومني.

په پام کې ده، د اوکراين په ختيځ کې د پنځه کلنې خونړۍ شخړې په اړه د نورماندې د پروسې د مذاکرو پر مهال خبرې وشي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير وادېم پريستايکو پرون په کييف کې په يوه کنفرانس کې چې د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس هم په کې حاضر و، خبريالانو ته وويل: "موږ د نورماندې غونډې ته په پرانيستو نظرياتو او پرانيستي ذهن سره ورځو، تيار يو چې يو معقول جوړجاړى ومنو او خپل هېواد ته داسې پرمختګ راولو چې اوکراينيان يې له اوږدې مودې راهيسې تمه لري.“

په پام کې د اوکراين، روسيې، جرمني او فرانسې رهبران د اوکراين په ختيځ کې د روانې شخړې د حل لپاره راتلونکې مياشت سره وګوري.

دوى هڅه کوي په دونباس او لوهانسک سيمو کې د اوکراين د دولتي ځواکونو او روس پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ روانه شخړه پاى ته ورسوي.

له ٢٠١٤میلادي کال راهيسې په دې شخړه کې تر ١٣زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

مسکو کې محکمې د یوه امریکايي وګړي د توقیف موده غځولې

پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي.

د مسکو یوې ښاري محکمې نن د نومبر په ۱۹مه تائید کړه چې د پاول وېلن په نوم د یوه امریکايي وګړي تر محاکمې د مخکې توقیف موده یې تمدید کړې.

پاول وېلن په روسیه کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی او که مجرم وپېژندل شي، په روسیه کې په لږترلږه ۲۰ کاله بند محکومېدلائ شي.

هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د مسکو په یوه هوټل کې ونیول شو او تور ورپورې شو چې معتبر پټ معلومات یې ترلاسه کړي دي.

د هغه تر محاکمې مخکې د توقیف موده د ډسمبر تر ۲۹مې تمدید شوې ده.

د امریکا د سمندري ځواکونو د دغه مخکیني مامور وکیلانو پر هغه لګېدلي تورونه رد کړي او نن يې د هغه لپاره د استنیاف غوښتنې په غونډه کې محکمې ته وویل چې د ویلن په برخه کې پرېکړه باید نرمه شي او د توقیف پرځای په کور کې نظر بند شي.

په مسکو کې د امریکا سفارت د جولای په لومړۍ نېټه غوښتنه وکړه چې خپلواک ډاکتران دې ۴۹ کلن ویلن معاینه کړي.

خو سفارت وویل چې غوښتنه یې رد شوې او له هغه راهیسې د وېلن صحت لا خراب شوی دی.

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف د درملنې لپاره لندن ته لاړ

د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف د درملنې لپاره نن د نومبر په ۱۹مه، له لاهوره لندن ته ولاړ.

نواز شریف په ځانګړې الوتکه کې چې هوايي امبولانس او د عملیات او بېړنۍ څارنې خونه لري، ولېږدول شو.

لندن ته له هغه سره یې ورور، شهباز شریف او د ډاکترانو او نرسانو یوه ډله هم ملګرې وه.

شهباز شریف د پاکستان دحکومت د اپوزېسیون ګوند مسلم لیګ ن مشري کوي.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاند ویلي چې نواز شریف ته تر پرواز مخکې ټولې ضروري دواوې ورکړ شوې وې او د ډاکترانو او نرسانو تر کلکې څارنې لاندې و.

هغه لومړی د قطر پلازمېنې دوحې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه لندن ته ځي.

د اسلام اباد سترې محکمې د اکټوبر په ۲۹مه نېټه د روغتیايي دلایلو له مخې د هغه د محاکمې پروسه دوه میاشتې وځنډوله.

پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو له بندېدا ملاتړ وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر اوکراین د پوځي مرستو د بندولو په قضیه کې د ولسمشر ډونالډټرمپ د پالیسۍ ملاتړ کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د هڅو په ترڅ کې په دې اړه چې آیا هغه پر اوکراین د پوځي مرستې د بندولو په قضیه کې له خپل واک څخه ناوړه کار اخیستی کنه، په کانګرس کې د اظهاراتو د اورېدو د لړۍ دوهمه اونۍ پیل شوې.

ښاغلي پومپیو د ټرمپ د پالیسۍ د دفاع په ترڅ کې پرون د نوامبر په ۱۸مه په واشنګټن کې په یو خبري غونډه کې وویل ټرمپ اوکراین ته چې په خپلو دوو ختیځو سیمو کې د روس پلوو بیلتونپالو پرضد جګړه کوي، د وژونکو وسلو د ورکولو په برخه کې د بارک اوباما د ادارې د لویو غلطیو مخه ونیوله.

ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې د ملي امنیت شورا او د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو په ګډون نهه کسان چې د اوکراین لپاره د ټرمپ له پالیسیو خبر دي په کانګرس کې څرګندونې وکړي.

مسکو د "مارګایتاایګناتووا" نوم د ورکو کسانو په لیست کې شامل کړی

ارشیف

د مسکو پولیسو هغه راپورونه تائید کړي چې د روسیې د انټرفکس خبري اژانس د اډیټرې مارګاریتا ایګناتووا نوم یې د ورکو کسانو په لیست کې شامل کړی دی.

د مسکو د پولیسو یوه ویاند پرون دوشنبې دولتي خبري آژانس تاس ته وویل، د دې ځوانې ژورنالیستې مور د پولیسو په دفتر کې د خپلې لور د تري تم کېدو راپور ثبت کړی او پولیسو هم هڅې پیل کړې دي چې پته یې معلومه کړي.

روسي رسنیو د ۲۹ کلنې ایګناتووا د مور له قوله راپور ورکړی چې وايي، دې خپله لور وروستۍ ځل د یکشنبې په ورځ د سهار په نهو بجو په داسې حال کې چې کلیسا ته تلله ولیده خو هغه وايي چې د هویت کارت، موبایل ټېلفون او پیسې یې نه دي ورسره وړي.

روسۍ څارنواله څلورو کسانو ته د عمري بند سزا ورکولو هڅه کوي

ارشیف

یوه روسۍ څارنواله د هغو څلورو کسانو لپاره د عمري بند د سزا هڅه کوي چې په 2017 میلادي کال کې د روسیې په دویم لوی ښار سینټ پیټرزبورګ په میټرو کې کې په خونړۍ چاودنه کې مشکوک دي.

څیړونکي وايي، د اکبرجان جلیلوف په نوم ۲۲ کلن ازبک ټبري روسي چې قرغزستان کې زیږیدلی د 2017 میلادي کال د اپریل په 3 مه نېټه په ځان پورې تړلي چاودیدونکی بم د میټرو په یو ډبه کې وچوه چې 15 کسان یې ووژل او 67 نور یې ټپیان کړل.

دویم بم د میټرو په تم ځای کې اېښودل شوی و چې په خوندي توګه شنډ کړی شو.

څارنوالې نادیژدا تيښونوا د دوشنبې په ورځ له قاضي وغوښتل تورن ابرار عظیموف چې د چارواکو په وینا ددې بریدونو طراح دی او همدارنګه د اکرام عظیموف، محمد یوسف ایرمتوف او ابراهیم جان ایرمتوف په نومونو درې نورو ته دې د عمري بند سزا ورکړي.

تېښونوا همدارنګه له قاضي وغوښتل چې د دې قضيې سره تړلي پنځه نور کسان دې له 27 کلونو څخه تر 28 کلونو پورې په بند محکوم کړي.

د محکمې قاضي وروسته له هغې دا محاکمه وځنډوله چې په تورونو کې د یوازینۍ ښځې روغتیايي وضیعت خراب شو او روغتون ته د رسولو لپاره یې امبولانس راوبلل شو.

فرانسې د روسیې له خوا د اوکراین د کښتیو بېرته سپارلو هرکلی کړی

روسیې دا کښتۍ د دوشنبې په ورځ اوکراین ته سپارلي.

فرانسې د روسیې له خوا د اوکراین د هغو دریو کښتیو د بېرته ورسپارلو د اقدام هرکلی کړی چې تېر کال د روسیې سمندري ځواکونو په تور سمندرګي کې نېولې وې.

فرانسې ویلي، دا به د ډیسمبر په میاشت کې په پاریس کې هغه جوړیدونکې سرمشریزې ته اسانیتا رامنځته کړي چې د روسي او اوکراین د کړکیچ د هواري په هدف جوړیږي.

د دوشنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلفوني خبرو وروسته د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر په یو بیان کې دا ویلي چې "دا چلند به د روسي او اوکراین ترمنځ ډیالوګ کې باور زیات کړي."

روسیې دا کښتۍ د دوشنبې په ورځ اوکراین ته سپارلي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر په خپله اعلامیه کې زیاته کړې دواړو مشرانو د د ډیسمبر په 9 مه نېټه په پاریس کې د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر ځیلینسکي، او د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ترمنځ د جوړیدونکې غونډې پر چمتوالي خبرې وکړې.

په دې غونډه کې به د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل هم برخه ولري.

ګورجستاني پولیسو د اعتراض کونکو پر ضد اوبه شیندونکې کارولي

ګورجستاني پولیسو یو شمېر کسان نېولې هم دي.

د ګورجستان په پلازمېنه تېبلیسي کې د بلوا ضد پولیسو د هغو اعتراض کونکو په وړاندې اوبه شیندونکې کارولي چې پارلمان ته د دننه کېدو لارې یې تړلې وې او تر وخت مخکې د ټاکنو غوښتنه کوي.

پولیسو همدارنګه یو شمېر کسان نېولې هم دي.

تاوتریخوالي هغه مهال رامنځته شو چې د متناسب ټاکنیز سیستم غوښتونکي سلګونه معترضان پرون دوشنبه د څلورمې ورځې لپاره پارلمان ته نږدې په څلورو ځایونو کې راټول شوي وو او د "ژوندی دې وي ګرجستان" شعارونه یې ورکول.

دوی په اساسي قانون کې د ګرجستان د پارلمان له خوا د هغه تعدیل په ردېدو اعتراض لري چې په دې هېواد کې د متناسبې انتخاباتي استازولۍ سیستم ته لاره پرانیزي.

د ګورجستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو 37 اعتراض کوونکي نیولي دي.

دې وزارت زیاته کړې د اعتراض کوونکو د خورولو په عملیاتو کې د دوو پولیسو په شمول شپږ تنه ټپیان شوې دي.

وروسته له هغې چې د یکشنبې په ورځ تر شل زرو زیاتو کسانو په تیبلیسي کې لاریون وکړ، متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د ګورجستان له حکومت، سیاسي ګوندنو او مدنې ټولنې غوښتې چې خپلو کې د تر وخت مخکې ټاکنو په اړه ارامې او په درنښت خبرې وکړي.

هانګ کانګ کې پولیسو د حکومت ضد مظاهره کوونکي محاصره کړي

هانګ کانک کې اعتراضونه

د هانګ کانګ د پولیتخنیک پوهنتون انګړ اوس هم د پولیسو په محاصره کې دی .

پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو .

پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.

معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی .

یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.

پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي.

هانګ کانګ له شپږو میاشتو راهیسي د حکومت ضد مظاهرو شاهد دی .

معترضان پر هغه څه غوصه دي چې دوی یې د پیکنګ لخوا د هانګ کانګ محدودیت بولي .

ګرجستان کې د پارلمان د پرېکړې پر خلاف لاریونونو دوام

ګرجستان کې مظاهرې

اعتراض کوونکو نن د ګرجستان په پلازمینه تبلیسي کې پارلمان ته ورتلونکې لاره وتړله. دوی وایې تر هغو به د پارلمان غړي دننه ورپرې نږدې چې د تر وخت مخکي انتخاباتو غږ ونه شي.

نن د نومبر په ۱۸مه په تبلیسي کې د روانو اعتراضونو څلورمه ورځ ده .اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پارلمان له مختلط څخه متناسب سیسټم ته د انتخاباتي نظام د اړولو په برخه کې د اساسي قانون تعدیل رد کړ.

د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مظاهرې د قوانینو تر محدودې اوښتې دي. په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې د پارلمان ودانۍ له مخې د دغو اعتراض کوونکو د لیري کیدو له پاره به اقدام وشي که څنګه.

غربي دیپلوماتانو اندېښنه ښودلې چې ښایې دا اعتراضونه په تاوتریخوالي واوړي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایې ټولني د نومبر پر ۱۷مه د ګرجستان له حکومت ، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غوښتي چې آرامې او د درناوي وړ مذاکرات پیل کړي.

په ګرجستان کې د اروپایې ټولني پلاوي او هم د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د تصویب په اړه د پارلمان د ناکامۍ له کبله د ګرجستان ټولنې د لویې برخې ژوره مایوسي مني.

معترضان ادعا کوي چې مختلط انتخاباتي نظام د ګرجستان د واکمن ګوند په ګټه دی.

پاپ فرانسېس بې‌وزلو ته مېلمستیا وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس یو نیم زر تنو بې‌کورو او بې‌وزلو ته غرمنۍ ورکړه.

پاپ فرانسېس پرون غرمه (یکشنبه) په داسې حال کې په واتیکان کې بې‌وزلو ته مېلمستیا وکړه چې کاتولیکې کلیسا د بې‌وزلو نړیواله ورځ ولمانځله.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر مخکې تر دې چې غرمنۍ ته بې‌وزله وروبولي، د واتیکان په سینټ پیټر میدان کې وویل، هغو کسانو ته دعا کوي چې د ښه ګډ ژوند د رامنځته کولو په هدف په خپلو نوښتونو تر ټولو بې‌وزلو خلکو ته هیلې ورکوي.

ده وروسته د واتیکان په یوه ستر سالون کې له خپلو مېلمنو سره د غرمې ډوډۍ وخوړه.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر د شنبې ورځې مظاهره‌چیان بدمعاشان وبلل

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، هغه کسان سپک او بدمعاشان وبلل چې د ژېړ واسکټو په نوم د حکومت ضد غورځنګ د پیل د لومړۍ کالیزې په مناسبت‌یې د شنبې د ورځې په مظاهرو کې تاوتریخوالی وکړ.

ده وویل، څه چې د شنبې په ورځ ولیدل شول، کم شمېر یې حقیقي مظاهره‌چیان خو زیات‌یې د کوڅو خلک (لوچک) ول.

مظاهره‌چیانو موټرونو ته اور ورته کړ او د پولیسو خوا ته‌یې تیږې او بوتلونه وغورځول.

د فرانسې پولیسو د مظاهره‌چیانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له ټانکرونو څخه کار واخیست.

دا مظاهرې د ژېړ واسکټو د غورځنګ د پیل د لومړنۍ کالیزې په مناسبت وشوې.

د تېر کال په نومبر کې یو شمېر خلکو چې ژېړ واسکټونه‌یې اغوستي وو، په فرانسه کې د عادلانه اقتصادي اصلاحاتو لپاره اعتراضونه پیل کړل.

د فرانسې پولیسو د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې د مظاهرو په لړ کې ۲۶۰ تنه ونیول.

په دې مظاهرو کې شااوخوا ۲۸ زره تنو برخه لرله.

لوکاشینکا د بلاروس د ولسمشرۍ بلې دورې ته ځان کاندیدوي

لوکاشینکا دا خبره په داسې وخت کې وکړه چې د دغه هېواد خلکو په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړ.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا وايي، د ولسمشرۍ بلې دورې ته هم ځان کاندیدوي.

لوکاشینکا دا خبره په داسې وخت کې وکړه چې د دغه هېواد خلکو په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړ.

لوکاشینکا پرون (یکشنبه) په مېنسک کې خبریالانو ته وویل، د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو ته به ځان کاندید کړي، خو ده په عین حال کې وویل چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې د اساسي قانون تعدیل به احمقانه وي.

ده زیاته کړه، که خلک‌یې ونه‌غواړي د ولسمشرۍ په څوکۍ پورې به ځان ونه‌نښلوي.

لوکاشینکا له ۱۹۹۴ م کال راهیسې د بلاروس مشر دی او که راتلونکی کال ځان بیا کاندید کړي، نو دا به‌یې پنځمه دوره وي.

د بلاروس د ۲۰۰۴ کال په ټول‌پوښتنه کې د ولسمشرۍ دورې نامحدودې شوې.

فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان لاریونونه کوي

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان غواړي نن او سبا لاریونونه وکړي.

دا لاریونونه د هغه حکومت ضد غورځنګ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت ترسره کېږي چې یو کال مخکې په فرانسه کې راپورته شو.

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي او وارنکارۍ په صورت کې به مداخله وکړي.

یوې مخکښې اعتراض کوونکې پریشلا لوډوسکي ویلي د پلازمېنې پاریس په بېلابېلو برخو کې به دا لاریونونه ترسره شي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو اعتراضونه د 2018 میلادي کال په اکټوبر کې د تېلو د مالیې پر لوړېدو په پاریس کې پراخ لاریون پیل شو چې تقریباً 300 زره کسانو په کې ګډون کړی و.

دې اعتراضونو دوام وکړ خو وروسته یې ګډوانوال کم وو.

د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی

د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.

د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی.

د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي.

تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله.

د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز څخه هم د خلکو د اعتراضونو او د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب خبرونه خپاره شوي دي.

د ایران اقتصاد د امریکا د مالي بندیزونو له امله تر سخت فشار لاندی دی.

په داسې حالت کې بیا د ایران حکومت ویلي چې د تېلو او ګاز نرخ لوړوي.

د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.

مشکوکو اسلامپالو وسله والو کانګو کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي

د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

مشکوکو اسلامپالو وسله والو د کانګو په ختيځ کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.

سیمه ییزو چارواکو پرون، د نوامبر په ۱۶مه، وویل چې پېښه د جمعې په ماښام شوې ده.

د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

د رپوټونو پر اساس، له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د کانګو او یوګاندا ترمنځ په ځنلګي سیمو کې د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم وسله وال ملېشه فعالیت لري.

هغوی تېره اونۍ د پوځ د عملیاتو په ځواب کې پر ملکي وګړو حمله وکړه او ۴۰ تنه یې ووژل.

د کانګو حکومت د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو وسله وال په هغه هېواد کې د سلګونو ملکي وګړو په قتل تورونوي.

پاکستان کې چاودنې درې سرتیري وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یوې چاودنې درې سرتیري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ضیا لانګو نن خبریالانو ته وویل، چې د لرې ځایه کنټرولیدونکې دا بم د کوټې ښار په کوچلاغ کې چول شوی دی.

د نوموړې په وینا بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر سخت دریځو اسلامپالو ډلو سربېره بلوڅ بیلتونپالې هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي.

د امریکا پخوانۍ سفیرې د ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېروونکي بللي

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره ماري یوانویچ

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، ماري یوانویچ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېرونکي بللي دي.

ماریا یوانویچ پرون (د نومبر ۱۵مه) د کانګرس د استازو مجلس په خلاصه غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د امریکا په کانګرس کې د ولسمشر د استیضاح د امکان په اړه د تحقیقاتو لړۍ تېره اونۍ پېل شوه.

په اوکراین کې د امریکا مخکنۍ سفیرې وویل: "زه نه شم ویلی چې ولسمشر څه کول غواړي خو فکر کوم چې هدف یې ویرول دی."

هغې دا خبره د ولسمشر ټرمپ د پروني ټویټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې ولیکل: "هرځای چې ماري یووانویچ ولاړه شي خرابي پېښېږي، هغې په سومالیا کې کار پېل کړ او وګورئ چې هلته څه پېښ شول؟"

ماري یانوویچ د امریکا یوه پخه دپلوماته ده .

ولسمشر ټرمپ هغه د روان میلادي کال په مې میاشت کې د اوکراین د سفارت له چوکۍ لرې کړه.

اوکراین د داعش ډلې مهم غړی نیولی 

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی

د اوکراین د امنیت ادارې ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مهم غړی، براء شیشاني نیولی دی.

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی.

هغه د اوکراین پلازمېنې، کیف ته نږدې نیول شوی دی.

دا معلومات د اوکراین استخباراتو ادارې پرون پر فېسبوک خپاره کړي دي.

د اوکراین داستخباراتو ادارې په بیان کې ویل شوي چې د براء شیشاني د نیولو لپاره په عملیاتو کې د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې او د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ګډون درلود.

براء شیشاني د داعش د ډلې د بل مشر عمر الشیشاني چې د امریکا د دفاع وزارت د داعش د جنګ وزیر بلل، مرستیال و .

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې انټرنټ پاڼې پر ضد اقدام وکړ

ارشیف

د روسیې عدلیې وزارت پرون، د (نوامبر ۱۵مه) د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسیې دبرخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په لست کې واچوله.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې فعاله شوه.

د روسیې د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې د سلا پر اساس کړې ده.

د روسیې پارلمان په ۲۰۱۷ میلادي کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولای شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په لست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روسیه کې د کار مخنیوی وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG