د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د انتقال له دورې وروسته باید په افغانستان کې سوله حاکمه وي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د اسلامي نړۍ د دوهم کنفرانس له ګډون کوونکو وغوښتل، څو په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د سولې د راوستو په هکله د اسلامي نړۍ په دې کنفرانس کې چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو، د سولې د عالي شورا مشر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي، یو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو او د ځینو اسلامي هېوادونو استازو ګډون کړی وو.

د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش په دې کنفرانس کې د خبرو پر مهال هیله مندي وښوده، چې د انتقال له دورې وروسته باید په افغانستان کې سوله حاکمه وي:

"د دوه زره څوارلسم کال تر پایه به ټول نړېوال ځواکونه له افغانستان نه ووځي، زه هیله مند یم چې تر هغه مهاله هیڅ یو مسلمان د بل مسلمان په وړاندې ونه جنګیږي.

هر هغه څه چې امکان لري باید د سولې د راوستو په برخه کې یې وکړو.

له بده مرغه چې د داسې پیښو شاهد یو، چې د اسلام تر نامه لاندې دیر وحشتناک کارونه کیږي.

د اسلام په نوم ځانمرګي بریدونه کیږي او ملکي خلکو ته تاوان رسوي. "


ښاغلي کوبیش وویل، چې دوي په افغانستان کې په تیرو لسو کلونو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې، چې د ده په وینا یوه ښه بیلګه یې د سولې د عالي شورا رامنځ ته کول دي.

د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني هم چې په دې غونډه کې یې خبرې کولې وویل، چې دوي به په هېواد کې د سولې په راوستو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي:

"زه هم د افغانستان له عالمانو او د نړی له ټولو اسلامي هېوادونو غواړم د ټولو هغو کسانو په وړاندې چې غواړي په جګړې او تاوتریخوالي سره اسلام نړی ته خراب وښيي د خپل اسلامي مسوولیت په ترسره کولو کې له موږ سره مرسته وکړي.

د سولې د عالي شورا د مشر په توګه غواړم ووایم، چې موږ هم د خپلو مشرانو په څیر په هېواد کې د سولې د راوستو په برخه کې خپلې ملاګانې تړو او د خدای په مرسته به هیڅ کار زمونږ د لارې خند نشي.

موږ به په افغانستان کې د بهرنیانو له خوا د تاوتریخوالي د ریښو د له منځه وړلو لپاره له هغو هیوادونو سره چې پدې برخه کې له مونږ سره مرسته کوي خپلو خبرو اترو او اړیکو ته دوام ورکړو."


ښاغلي رباني په هېواد کې د سولې د راوستو په برخه کې د د یني عالمانو، خلکو په خاصه توګه ځوانانو او مدني ټولنو رول مهم وباله.

هغه له ټولو وغوښتل، چې باید د سولې د راوستو په برخه کې له دوي سره مرسته وکړي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان، عربستان، مصر، پاکستان او هندوستان یو شمېر عالمانو ګډون کړی وو.

دغه عالمان هیله څرګندوي، چې دا کنفرانس به په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې ګتور وي

د افغانستان او پاکستان دوه تنه عالمان وایي، چې په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې به ډيره هڅه وکړي:

"دې کنفرانس ته موږ ډیر هیله مند یو، د دې لپاره چې افغانستان اوس امن او سوله غواړي.

دلته ډیره وینه تویی شوه، نوره وینه باید تویې نشي، څومره چې اړتیا وه دغه هېواد هغومره وینه تویې کړه.

پاکستان او ټول اسلامي هېوادونه په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي او زه په دې باور یم چې افغانستان به یو ځل بیا د شلو کلونو مخکې افغانستان شي."


په افغانستان کې د سولې د راوستو په هکله د اسلامي نړی لومړی کنفرانس د دیارلس سوه نویم کال د لیندۍ میاشتې له نهمې تر یوولسمې د ترکیې په استانبول کې جوړ شو.

دا کنفرانس چې هدف یې په افغانستان کې د سولې راوستل دي، هر کال د یو شمیر اسلامي هیوادونو د عالمانو په ګدون په بیلابیلو اسلامي هیوادونو کې جوړیږي.

خو دا چې د دا ډول کنفرانسونو جوړول به په هیواد کې د سولې د راوستو په برخه کې څومره مرسته وکړي دا به د وخت په تیریدو سره څرګند شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG