د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

امریکا په افغانستان کې د قراردادي کمپنیو لګښت راکموي


د امریکا د دفاع وزرات چې په نړۍ کې تر بل هر هېواد ډير پوځي لګښتونه لري، اوس له هغو قراردادي کمپنیو سره چې د افغانستان او عراق په جګړو کې یې د امریکايي عسکرو سره یوځای کار کړی دی، پر ډیرو شدیدو شرایطو مذاکرې کوي.

د امریکا د دفاع وزرات غواړي، چې د قراردادي کمپنیو مصارف راټيټ کړي او امریکايي پوځي قواوي د هغه پلان له مخې بیرته امریکا ته ستني شې چې، د افغانستان او امریکا د جمهور رئیسانو حامد کرزي او بارک اوباما له خوا تعین شوی دی.

په افغانستان او عراق کې د «کېلاګ براون اندروت» په نوم یوه تر ټولو لویه ساختماني او انجینري کمپنۍ ده چې، په تیره لسیزه کې یې 40 میلیارده ډالره عاید درلود.

دا شان داجیلیتي او د « دیان کورپ» په نامه دوې کمپنۍ دي چې، په امنیتي چارو کې تخصص لري. یوې کمپنۍ 9 ملیارده او بلي اوونیم ملیارده ډالره عاید درلود.

د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې د راپور پر اساس دغه کمپنۍ ښايي، چې په راتلونکو څو میاشتو کې د هغو پخوانيو لاسلیک شوېو قرار دادنو له میراث څخه ګټه واخلي چې ښه او مناسب شرایط یې درلودل.

خو تحلیلګرانو د شرایطو د تغیر په اړه خبرداری ورکړی دی، چې دا تغیرات به د دوی په ګټه نه وي. د مثال په توګه د امریکا د دفاع وزرات د عملیاتو او حفظ او مراقبت څانګې د 2013 میلادي کال بودجه د تیر کال په پرتله په سلو کې څلور کمه شوې ده.

قراردادي کمپنۍ مجبوره کړل شوی دی، چې د مشخص نرخ قراردادونه ومني، په دې ترتیب به هغوي د هر ډول اضافه لګښتونو مسؤل وي.

څرنګه چې په افغانستان کې اروپايي قرار دادي کمپنۍ د امریکا د قراردادي کمپنیو په نسبت لږ خدمتونه کوي، نو له همدې کبله تمه کېږي چې اروپايي کمپنۍ به په افغانستان کې د جګړې د ختمیدو له امله لږ متاثیره شي.

د « اد یسن » د پانګوني څیړنیز مرکز تحلیل ګر« روجر جانستن» وايي، بریتانیا د پنتاګون په نسبت له قراردادي کمپنیو څخه کاملاً په یو بله او متفاوته توګه استفاده کړي ده. د اروپا خدماتي کمپنیو له جګړې څخه لږ ګټه اخیستې ده.

فایننشیل ټایمز ورځپاڼه لیکي: بیا هم د قراردادي کمپنیو لپاره شرایط ډير ناهیلي او تیاره نه دي.

حکومتونه د مصارفو د کمښت لپاره په زیاتیدونکې توګه د داسې خدماتي او سرویس ورکولو کمپنیو په لټه کې دي چې، په مختلیفو برخو او د متعددو سیسټمونو د تطبیق لپاره له دوي سره همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG