د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

لویه څارنوالۍ د تورونو کسانو دوسیې په سم ډول نه څېړي


په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ادارې رئیس یو ځل بیا پر لویه څارنوالۍ انتقاد وکړه، چې د تورونو کسانو دوسیې په سم ډول نه څېړي.

د دې ادارې رئیس ډاکتر عزیزالله لودین چې د دوشنبې په ورځ یې د لوړ پوړو چارواکو د جایدادونو د ثبت په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې د اداري فساد سره د ښې مبارزې لپاره باید مسئولې ادارې په خپلو کې لازمه همږغي ولري.

دې ادارې وروسته تر هغه پر لویه څارنوالۍ انتقاد وکړ، چې وايي د اوبو او برېښنا د وزیر دوسیه یې ورلیږلې ده او لویه څارنوالۍ بې خبري ښي.

خو د لویي څارنوالۍ چارواکي بیا دا انتقادونه ردوي او وايي، چې کارونه یې د هېواد له قانون سره سم کیږي.

د ازادۍ راډیو خبریال معصوم میوند له کابله راپور لري:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG