د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د ملي شورا د یو شمېرغړو غیرحاضري


د سولې او جګړې انسټیټوټ په یوه رپوټ کې د ملي شورا د یو شمېرغړو د غیر حاضریو له امله شکایتونو ته کتنه کړې ده.

په مقاله کې راغلي: ولسي خلکو ډيرې موده په دې اړه شکایت کاوه، خو اوس د ملي شورا په دواړو جرګو او حکومت کې هم اوازونه پورته شوي دي او پر یو شمېر وکیلان په دوامدارو غیر حاضریو تورنوي.

د سولې او جګړې انستیتوت لیکواله مینا حبیب لیکې: د منتقدینو په باور، د ملي شورا د غړو دوامدارې غیرحاضرۍ او یو شمېر نورې تخطي ګانې پر ملي شورا او د دې هېواد پر ضعیف ډیموکرایتک سیسټم د خلکو باور ماتولای شي.

د پروان یوه وکیل عبدالستار خواصي د سولې او جنګ انستیتوت ته ویلي دي، چې له دې وروسته به ترشل ورځې د زیاتې غیر حاضرۍ په بدل کې د شورا د غړو، غړیتوب ځنډول کیږي.

د دایمي غیر حاضرانو نومونه به د دې لپاره اعلانیږي، چې خلکو ته معرفي شي او د غیرحاضریو په وړاندې به معاشونه هم کمیږي.

د یورو ایشيا ویو خپرونې د منځنۍ اسیا له دریو هېوادونو سره د امریکا د پوځي مرستو په اړه د مسکو تبصره خپره کړې ده.

معتبرې روسۍ ورځپاڼې کومیرسانت په وروستیو کې وویل، چې امریکا له قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان سره په افغانستان کې د خپلو پوځي تجهیزاتو په اړه په مذاکرو اخته ده.

یوه روسي دپلومات کومیرسانت ورځپاڼې ته ویلي دي، چې مسکو د منځنۍ اسیا دې هېوادونو ته د امریکا دا پوځي ډالۍ نه شي همضولای.

د روسي دپلومات په وینا، دا د مسکو لپاره د منلو وړ نه ده.

یورو ایشيا ویو لیکي: د کومیرسانت په رپوټ د بارو کولو په صورت کې ویلای شو، چې په دې خبرو کې ډير پرمختګ شوی وي.

کومیرسانت د باخبرو سرچینو په حواله لیکلي وو، چې د امریکا متحد ایالات به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو په وخت، د منځنۍ اسیا دریو واړو هېوادونو ته زغره وال موټر، د ټانکونو لیږدونکې وسایط، بلدوزر، د مخابرې او د اور وژلو سیسټمونه ، طبي وسایل ، د ابو ستر ټانکرونه او نور زیات مواد ورکړي.

د منځنۍ اسیا درې واړه هیوادونه ازبکستان ، قرغزستان او تاجکستان له روسیې سره ډله ایز امنیت د تړون غړي دي.

د یورو ایشيا ویو په لیکنه ، داسې څرګنديږي ، د امریکا له دې پلان سره د روسیې مخالفت مالي اړخ لري.

د خپرونې په حواله ، هرڅومره ، چې ازبکستان ، قرغزستان او تاجکستان د امریکا د متحدو ایالاتو څخه زیاتې مرستې ترلاسه کړي، په هغومره اندازه له روسیې څخه د وسلو اخیستلو لپاره کم احتیاج پیدا کوي.

اوسمهال له روسیې څخه د وستلو او تجهیزاتو اخیستل د سیمې له عمده مسایلو ده.
XS
SM
MD
LG