د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

د عدليي وزارت هیڅ یو سیاسي ګوند له فعالیته نه دی منع کړی


د افغانستان د ولسمشر وياند وايي، چې د عدليې وزير پرون کابينې ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د هيڅ سياسي ګوند فعاليت نه دی منع کړی.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ډلې په دې اندېښنه ښکاره کړې وه، چې د عدليې وزارت د مشرانو جرګې د شکايتونو د کميسیون په غوښتنه د پيوستون ګوند فعاليتونه ځنډولي دي.

د دغه ګوند يوه مشر حفيظ راسخ ازادۍ راډيو ته ويلي و، چې دوي د ثور اوومه او اتمه د تورو ورځو په توګه لمانځلې وې او د دې مسلې پر سر د نوي يمې لسيزې په تنظيمي جګړو کې ښکېلو ډلو په دولت کې له خپل نفوذه په استفادې سره د دوي پر فعاليت بنديز لګولي دي.

د ولسمشر کرزي ويندوي ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، د عدليې وزير کابينې ته وويل چې د مشرانو جرګې له خوا د دغه ګوند د فعاليت د ځنډېدو غوښتنه ترې شوې وه خو دې وزارت دا کار نه دي کړي.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د کميسون مشر زلمي زابلي ازادۍ راډيو ته وويل چې دوي د دغه ګوند له لوري په مظاهره کې د ورکړل شويو شعارونو په خاطر لويې څارنوالۍ ته شکايت کړي دي.

د بشري حقونو فعالانو د پيوستون ګوند د فعاليت د بندېدو د خبر له خپرېدو وروسته اندېښنه ښکاره کړې وه چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي ښايي د بيان او غونډو د ازاديو په برخه کې د تېرو لسو کلونو برياوې د افغانانو له لاسه ووځي.

خو د ولسمشر کرزي ويندوي وويل، هيڅوک حق نه لري چې د ګوندونو او اشخاصو د سياسي فعاليت مخه ونيسي. ده تاکيد وکړ چې اساسي قانون ټولو اتباعو ته د بيان او فکر د ازادۍ او دغه راز د سوله ييزو لاريونونو حق ورکړي او حکومت ورته احترام لري.
XS
SM
MD
LG