د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

په هغو سيمو کې چې امنيت وي، د کوکنارو کروندې کمې وي


د راپورونو له مخې د کوکنارو د مخنيوي لپاره د افغان امنيتي ځواکونو او نړېوالو پوځيانو د هلوځلو په اثر په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په ځينو سيمو کې د دې بوټي کښت په سلو کې څلوېښت کم شوي دي.

افغان امنيتي ځواکونو د سږکال د جون له لومړۍ، يعني له نژدې شلو ورځو را په دې خوا په بغلان ولايت کې د کوکنارو د اړولو عمليات پيل کړي دي.

په هلمند کې کروندګرو پر نژدې ۱۴۳ زره هکتاره مځکه کوکنار کرلي، حال دا چې په ۲۰۰۸ ميلادي کال پر دوه لکه ۵۲ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو.

د ملګروملتو له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې د دفتر يو کارپوه انجيلامي وايي، په هر هېواد کې د مخدرو موادو او امنيت ترمنځ مستقيم ارتباط وي، په هغو سيمو کې چې امنيت وي، د کوکنارو کروندې کمې وي.

د افغانستان د جنوبي زون د سيمه ييزې قومندانۍ په وينا، له دې کبله چې مخدر مواد د طالبانو د فعاليت اصلي سرچينه ده، د هغوي عمليات د دې منبعې له کمېدو سره لږ شوي دي.

د يو ايس ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په سلو کې کې نوي ترياک توليدوي او اکثره يې له هغو کوکنارو جوړېږي چې په هلمند کې کرل کېږي.

نړېوال ايتلافي ځواکونه تمه لري، چې په هلمند کې به د کوکنارو په کر کې له شپږو تر اوو فيصدو پورې کموالی راشي.

ملګرو ملتوهم په افغانستان کې د مخدرو موادو د توليد د کمېدو اټکل کړي دي.

د افغانستان په جنوب ختيځ زون کې له مخدرو موادو سره د مبارزې د ادارې سلاکار ويس حارث وايي، سږ کال به د افغان کروندګرو د کوکنارو حاصل کم وي او دا پر له پسې دوهمکال دي چې په تېرو درو کلونو کې نامناسبه هوا د کوکنارو پر کروندو منفي اغېز شيندي.

د ملګروملتو په وينا د امنيت ښه کېدو او متبادلو کښتونو ته د کروندګرو د هڅولو لپاره د افغانستان د حکومت پروګرامونه د ترياکو د کمېدو اصلي علتونه دي.

همدا راز ويل شوي، چې د امريکايي ځواکونو د شمېر له زياتېدو، چې دوه کاله مخکې يې ولسمشر اوباما افغانستان ته د لېږلو امر وکړ، د مارجې ولسوالۍ تصفيه کېدو هم د کوکنارو د کروندو له کمېدو سره مرسته وکړه.
پخوا د مارجې ولسوالي پر مځکو له شپېته تر اويا فيصده کوکنار کرل کېدل خو اوس يوازې په پنځه فيصده کوکنار کرل شوي دي.
XS
SM
MD
LG