د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۶

″مدني ټولنو د افغانستان په سیاست کې رغنده ونډه نه ده لرلې″


په افغانستان کې د مدني ټولنو اوسیاسي بنسټونو ګټورتیا هغه مساله ده؛ چې په هېواد کې یې د یوشمېر سیاسي فعالانو اندېښنې را ولاړې کړې دي.

دغه فعالان وايي، هغه ډول چې لازمه وه دافغانستان مدنې ټولنې او بنسټونه نه دي توانېدلي چې په سیاست او لویو پریکړې کې رول ولوبوي.


کله چې یوه لیسزه وړاندې نړیولې ټولنې افغانستان ته پام واړوه، په هېواد کې د ولسواکي ترڅنګ د مدني ټولنو ودې او پراختیا ته هم زمینه برابره شوه.

د مدني ټولنو یوشمېر فعالان په دې باور دي؛ په هغه ډول چې لازمه وه په افغانستان کې مدني ټولنو ونه شو کولای خپل رول ولوبوي.

د دوی په وینا مدني ټولنې اوبنسټونه لږ توانېدلي چې دافغانستان په سیاست کې رغنده ونډه ولري او حکومت ته یې په حساسو مسایلو کې ځانګړي وړاندېزونه درلودلې دي.

د افغانستان دمدني ټولنې اوبشرحقوقونو شبکې اجرايوي مرستیال وزیر احمد خرمي وايي:

″د افغانستان د مدني ټولنې له لوري د يوكارنده جوړښت د رامنځته كولو په تړاو جوړوونکي خبري اتري دوام لري. دغه خبرې اترې د رسنيو د فعال رول له لارې د ليد وړ دى.

ستونزه دا ده، كله چې دغه پروګرامونه پلي كيږي د افغان دولت د جوړښتونو په چوكاټ كې د دغو پروګرامونو په پلي كيدو كې كمزورى مديريت شتون لرى.″


هغه همدارنګه زیاتوي په هېواد کې د قانون پوره نه حاکمیت د مدني ټولنو اوسیاسي بنسټونو رول بې خونده کړی.

د یادو فعالانو په باور په افغانستان کې پراخ اداري فساد د دې لامل شوی چې مدني ټولنې او سیاسي بنسټونه په پراخه پیمانه د حکومت په وړو اوسترو سیاستونو کې ګټوره برخه وانخلي.

په دافغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاندې نیلاب مبارز وايي؛ یاد سازمان هم په افغانستان کې دمدني ټولنو ملاتړ کوي.

″ملګري ملتونو په ټوله نړۍ کې او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د مدني ټولنو ملاتړي دي، موږ له مدني ټولنو څخه ملاتړ کوو او هیله لرو چې د یادو ټولنو نظرونه ته په ټولو پریکړو کې په ځانګړي ډول د سولې په پروسه او نورو اساسي مسالو کې غوږ ونیول شي.″

د میرمن مبارز په وینا په وروستیو څو کالو کې په افغانستان کې مدني ټولنو ښه پرمختګ کړی او توانېدلی دی، چې په ځینو پریکړو کې فعاله ونډه واخلي

داچې د مدني ټولنو دغه خبر څومره پرځای دی چې په لویو پریکړو کې ونډه نده ورکړل شوې په دې اړه مو څو وارې له حکومت سره اړیکې ونیولې خو د ځواب په موندلو یې بریالی نه شو.

پخوا چې دا ډول ګیلې کېدې حکومت یې په ځواب کې ویل چې په ټولو پریکړو کې یی دمدني ټولنو نظر پوښتلې، چې ښکار مثال یې دافغانستان دبشري حقوقونو په کمیسیون کې دکمیشنرانو ادلون بدلون دی.

په همدې حال کې یو شمېرکارو پوهان او دحقوق پوهان وايي چې مدني ټولنې په مستقیم ډول سیاسي ټولنو باندې اغیز کوي او هم سیاسي ټولنو ته ګټورې ثابیتیږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد ډاکټر محمد طاهر هاشمي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

″په ډیموکراټیکو هېوادونو کې مدني ټولنې د ډیموکراسۍ عنصر جوړه وي، خو دغه په دې پورې تړلې چې یوه ټولنه څومره پرمخ تللی سیاسي فرهنګ لري، په پرمختللي هېوادونو کې مدني ټولنې د حکومتونولپاره په ټولو برخو کې ګټورې دي اوهم په حکومتونو کې ژورې ریښې لري.″

د کتونکوپه باور د مدني ټولنو وړاندیزونه او سالم انتقادونه د یوې سیاسي ټولنې په رامنځ ته کېدو اوپرمختګ کې ګټورې تمامیږي.

په هره پیمانه چې په ټولنو کې سیاسي فرهنګ ځواکمن او ډیموکراټیک وي په زیاته کچه په هغو ټولنو کې مدنې ټولنې ګتور او ژورې ریښې لري.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې نړیوالو ځواکونه له افغانستان څخه وځي دا چې له هغه وروسته به په افغانستان کې د مدني ټولنو رول څه ډول وي دا هغه خبره ده چې سپینول یې وخت ته اړتیا لري.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG