د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۰۵

مصر: محمد مرسي په ترسره شوو ټاکنو کې د بریا ادعا کوي


د مصر د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د اخوان المسلمین د ډلې د کاندید محمد مرسي
که چیرته د مصر د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د اخوان المسلمین د ډلې د کاندید محمد مرسي د کامیابۍ ادعا تایید شي؛ نو دی به لومړنی اسلام پاله سیاسي مشر وي؛ چې په دغې هیواد کې جمهوري ریاست ته رسیږي.

خو په عین حال کې د مصر واکمنې پوځي شورا له دې نه وړاندې چې د ترسره شوو انتخاباتو وروستۍ او رسمي نتیجه څرګنده شي، د مصر د مهمو چارو واک ځان ته منحصر کړی دی.

محمد مرسي د دوشنبې په سهار د لومړنیو نیتجو له څرګندیدو وروسته په قاهره کې خپلو پلویانو ته په وینا کې ژمنه وکړه؛ چې د یوه ملکي، ډیموکراټ او پراخ بنسټه ملي حکومت غوښتونکی دی.

″د یوه ملکي، ملي، ډموکراټیک او یوه عصري حکومت پلوي کوو. دا دی موږ د الله په فضل سره په ګډه پر مخ ځو، څو د ښه راتلونکي لپاره له پخوا څخه زیات له یو بل سره مینه وکړو.″

خو د نوموړي په وړاندې د سیال کاندید او د پخواني رژیم د صدراعظم احمد شفیق د کمپاین مسوول محمود برکه په انتخاباتو کې د اخوان المسلمین د ډلې د کاندید د بریالیتوب ادعا رد کړې او هغه يې یو خیالي چلند بللی دی.

محمود برکه وویل، د اخوان المسلمین دا ادعا نه مني او د نوموړي په وینا محمد مرسي د انتخاباتو نتیجه غلا کړې ده.

بل لور ته د واکمنې پوځي شورا له خوا پر مققنې قوې او بودیجې باندې د واک د انحصاراعلان د مصر د ولسي پاڅون د ځوانانو عکس العمل پارولی دی.

دغو ځوانانو ویلي، د مصر پوځ هیڅ کله او نه به په راتلونکې هغه قانوني ملکي حکومت ومني چې له دوی سره په تضاد کې وي.

د محمد مرسي د کمپاین مسول لا دمخه پوځي شورا تورنه کړې؛ چې غواړي د هیواد واک ځان ته منحصر کړي.

د واکمنې پوځي شورا ا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ چې دا شورا د نوي اساسي قانون د مسودې د ویټو حق لري او پارلماني انتخابات به تر هغې پورې چې نوی اساسي قانون جوړ شوي نه وي نه کیږي.

د مصر سترې محکمې د روانې جون میاشت په ۱۴ د وروستیو پارلماني انتخاباتو د نتیجې د لغوه او د پارلمان د منحلولو امر وکړ.
XS
SM
MD
LG