د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

په كوټه كې د محصلينو پر بس په بمي بريد كې شپږ محصلين وژل شوي


نن سهار په كوټه كې د مالوماتو او ټيكنالوژۍ پوهنتون د محصلينو پر بس باندې بمي بريد شوى چې په نتيجه كې يې د يوه افغان محصل په شمول شپږ تنه محصلين وژل شوي او د پينځو نورو افغان محصلينو او پوليسو په شمول شاوخوا پينځوس تنه پكې ټپيان شوي دي. په كوټه كې محصلينو د دې پېښې په خلاف سړكونو ته راوتلي او دا يې د تعليم په ضد عمل بللى دى.

د دوشنبې په سهار د كوټې ښار لوېديځ لور ته پر سمنګلۍ سړك باندې د مالوماتو او ټيكنالوژۍ د پوهنتون د زدكوونكيو پر بس باندې په داسې حال كې- چې دوى د پوليسو په بدرګه پوهنتون ته روان وو- د نامالومو كسانو له خوا بمي بريد وشو چې له امله يې د بس مخنۍ برخه ټوله له منځه لاړه او په نتيجه كې يې شپږ محصلين و وژل شول او تر پينځوسو زيات پكې ټپيان شول. د كوټې د پوليسو مشر مير زبير تر پېښې وروسته له رسنيو سره په خبرو كې وويل:

((مالومېږي چې د بمي چاودنې هدف د بلوچستان د مالوماتي ټيكنالوژۍ د پوهنتون بس وو، د سړك پر بله څنډه هم لاروان ټپيان شوي او زموږ څلور پوليس عسكر هم ټپيان شوي دي چې د بس د امنيت ساتلو په خاطر د بدرګه لپاره ورسره وو، تر اوسه مو چې كوم مالومات تر لاسه كړي د سړك له غاړې په يوه ولاړ موټر كې چاودېدونكي توكي ځاى پر ځاى شوي او د ريموټ كنټرول په وسيله چاودل شوي دي))

د پوليسو مشر وايي په چاودنه كې تر څلوېښتو كيلوګرامو زيات چاودېدونكي توكه كارول شوي دي چې د ريموټ كنټرول په وسيله چاودل شوي دي. په چاودنه كې يوه ټپي شوي افغان محصل محمدجان د پېښې په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:

((موږ روان وو چې ناڅاپه جناح ټاون ته نيژدې چاودنه وشوه، پر سترګو مو تياره شوه ډېر كسان ټپيان شوي وو، موږ په بس كې اته تنه افغان محصلين سپاره وو چې څلور ټپيان شول او يوه ژوند له لاسه وركړ))

په پېښه كې شپږ تنه محصلين وژل شوي او پينځو ماشومانو او پينځو پولس عسكرو په شمول شاوخوا پينځوس محصلين پكې ټپيان شوي دي چې لس تنه نجونې محصلينې هم پكې شاملې دي. د پېښې ټپيان په سمدستي توګه د كوټې دولتي او نظامي روغتونونو ته يووړل شول، چې په هغوى كې هم د شاوخوا لسو تنو حالت نازك ښوول كېږي. د افغان محصلينو د تلفاتو په اړه په روغتون كې د افغانستان د جنرال قونصلګرۍ يوه مسوول سيد جميل احمد دروېش راته وويل:

((څلور تنه افغان محصلين زخمي شوي دي چې د درېوو تنو حالت ښه دى او د عبدالهادي په نامه يو افغان محصل په چاودنه كې شهيد شوى دى، دوى ټول دلته د افغانستان د حكومت له خوا په رسمي توګه د زدكړو لپاره را لېږل شوي وو))

د محصلينو پر بس باندې د بمي بريد په خلاف په كوټه كې د پښتونخوا د محصلينو سازمان يوه ستره احتجاجي مظاهره وكړه چې د حكومت په خلاف يې شعارونه وركړل.

د يادونې وړ ده چې په كوټه او شاوخوا سيمو كې تر دې وړاندې هم پر هزاره توكمه شعيه مسلمانانو باندې بمي او هدفي بريدونه شوي دي چې د اكثرو مسووليت د لښكر جنګوي په نامه سني وسلواله ډله پر غاړه اخلي، خو دا لومړى ځل دى چې د مالوماتو او ټيكنالوژۍ او پر پاكستانيو او افغان محصلينو- چې ټول هزاره ګان دي- بمي بريد كېږي. دا چې دغه بريد به د چا له خوا تر سره شوى وي، تر اوسه پورې يې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

باركوال مياخېل- كوټه
XS
SM
MD
LG