د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې چاودنې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


د کاپیسا چارواکي وایي، نن غرمه مهال د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ په بازار کې چاودنه وشوه؛ چې پنځه کسه یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري ازادي راډیوته وویل، چې په وژل شوو کسانو کې د محلي پولیسو یو قومندان، د ده درې ساتونکي او یو ملکي کس شامل دی، خو ټپيان ټول مکلي وګړي دي.

د قادري په خبره تراوسه معلومه نه ده، چې دغه پیښه د ځای پرځای شویو چاودیدونکو موادو له امله رامنځ ته شوې او که ځان وژونکې حمله وه.

تراوسه کومې ډلې د دې پیښې مسوولیت نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG