د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۵۰

د بغلان زلزله ځپلي په وچ ډاک پاتې دي


افغان ژغورونکو ډلو په بغلان کې د هغو لسګونو کسان د جسدنو د موندلو لپاره عملیات پای ته ورسول؛ چې تیره اونۍ د زلزلې پر مهال د غره د ښویېدو په پیښه کې تر ډبرو لاندې شوي وو.

اوس په بغلان کې ډیر خلک د نورو زلزلو له خطره په ویره کې دي او د اوسیدو خوندي ځای نه لري. دوی په وچ ډاک کې اوسي او د بدیل ځای د موندلو په لټه کې دي.

دوه د زلزلې ټکانونو چې د تیرې دوشنبي په ورځ په څه کم نیم ساعت په موده کې وشول د بغلان په ولایت کې د غره د تیږیدو د ښوښیدو سبب شو او نیژدې کلي ملاجان یې ډیر زیانمن کړ؛ چې د دې کلی د اوسیدونکو په وینا یو اویا تنه یې لاندې کړل.

په افغانستان کې د طبیعي پیښو سره د مبارزي د ادارې مشر دایم کاکړ وویل؛ د ژغورنې دې ډلو و روسته له هغې خپل کار بند کړ، چې سیمه ییزو سپین ږیرو او دیني عالمانو ورته وویل؛ چې جسدونه دې د تیږو لاندې پریږدي او دا ځای دې د شهیدانو د غونډي په نوم ونوموي.

دایم کاکړ چې د زلزله ځپلو د ژغورونکې ډلې مشري کوي وویل؛ هغه به په بغلان کې دزلزلې د قربانیانو لپاره د ژوند د ښو شرایطو په برابرولو کې له خلکو سره مرسته وکړي.

″انشااله موږ د دې شهیدانو پاتې کسان یواځي نه پریږدو که د خوارکي او غیر خوارکي موادو مرسته وي ورسره به یې وکړو؛ خو یوه مساله چې موږ دمخه جمهور رییس ته یې هم په اړه خپل پیغام رسولی هغه دا ده؛ چې دې خلکو ته باید نوی د اوسیدو ځای ورکړای شي.″

د بغلان والي منشي عبدالمجید وایي، اوس مهمه خبره همدا ده، چې د دې شهیدانو له کورنیو او پاتي کسانو سره مرسته وشي او امن ځایونو ته ولیږدول شي.

هغه وویل، چې دوی د افغانستان خلک دي او دا حق لري، چې دلته واوسي باید موږ دوی ته یو بدیل ځای پیدا کړو.

د بغلان خلک په ځانګړې توګه د سای هزاره د سیمې اوسیدونکي وایي؛ چې دوی هرکله د سیلاونو او زلزلو ښکار کیږي، خو چارواکي ورسره ژمنې کوي او اساسي کار دې سیمې ته نه تر سره کیږي.
XS
SM
MD
LG