د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۹

افغان سوداګر د یورو د راتلونکي په اړه اندېښمن دي


په یوروزون کې بحران وروسته له هغه یوه نوي پړاو ته ورسېد؛ چې په یونان کې پارلماني انتخابات پیل شول. دې انتخاباتو ته ځکه د ډېر اهمیت په سترګه کتل کېږي، چې ښايي په یوروزون کې د یونان د پاتې کېدو راتلونکې ورسره تړلې وي.

شهزاده سرای په یوروزون کې له شاملو هېوادونو څخه ډېر لیرې، د جګړه ځپلي افغانستان په پلازمېنه کې پروت دی، خو په دې مارکېټ کې هغه سوداګر چې سروکار یې له یورو سره دی که څه هم په بېړه بېړه په خپلو معاملو پسې ګرځي، مګر په دقت سره په یوروزون کې د بحران خبرونه څاري.

د یکشنبې په ورځ په یونان کې پارلماني انتخابات پیل شول. په یونان کې انتخابات ځکه ځانګړی اهمیت لري؛ چې په یوروزون کې د یونان د پاتې کېدو یا وتلو د مهمې پوښتنې ځواب ښايي په غیرمستقیم ډول د دې انتخاباتو له نتایجو څخه راوځي.

د شهزاده سرای دوکانداران له دې انتخاباتو څخه بېلابېل توقعات لري او ډول ډول اټکلونه کوي.

په شهزاد سرای کې د ″افغان یونایټېدبانک″ د څانګې مشر منیر ځاځي رویټرز خبري آژانس ته ویلي؛ چې د دې مارکېټ اکثر دوکانداران په تېره هغوی چې په یورو راکړه ورکړه کوي، د یورو د راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان بانک د مرستیال خان افضل هډه وال په نظر، افغانستان د اقتصادي فعالیتونو له هغه پړاو څخه ډېر واټن لري چې په نړیوالو مارکېټونو کې بدلونونه اغېز پرې وکړي:

هډه وال وايي چې د یورو له سقوط او د افغانستان پر اقتصادي حالت د هغې له احتمالي ناوړه اغېزو د وېرې علت د خلکو بې خبري ده.

خو د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د اجراییه هیات لومړی مرستیال خانجان الکوزی له دې نظر سره مخالف دی.

ده له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې پر ایران د نړیوالو د وروستیو بندیزونو شپو- ورځو ته اشاره وکړه، ویې ویل، افغان سوداګرو هم په پیل کې چې د تومن بیه ناڅاپه راولوېده ډېر تاوان وکړ او هم وروسته چې ایران په شاتګ ته اړوت او د تومن په ارزښت کې تر دېرشو افغانیو پورې لوړوالی راغی، دوی د نژدې لس میلیونه ډالرو انډول تاوان وکړ، نو ځکه د ښاغلي الکوزی په نظر افغانستان چې د سیمې د هېوادونو اغېزې مني، د نړیوالو جریاناتو خو به خامخا مني:

په تېرو لسو کلونو کې نړیوالو اقتصادي بحرانونو عموماً د افغانستان پر اقتصاد کوم د پام وړ ناوړه اغېز نه دی کړی، خو داسې پوښتنې کېږي چې په 2014 کال کې هغه مهال چې د نړیوالو ځواکونو لویه برخه له افغانستانه وځي او د نړیوالو په اوسنیو نژدې شپاړس میلیارد ډالره کلنیو مرستو کې کموالی راشي، نو د افغانستان اقتصادي حالت به څه ډول وي؟
XS
SM
MD
LG