د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د افغان پولیسو د مالي صندوق مشر او مرسیال یې له کاره کوښه کړای شوي


ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې د دې سازمان د پراختیایي پروګرام یا ″یوان. ډي. پي″ (UNDP) لوړرتبه چارواکي یې د فساد په اړه د څیړنې په جریان کې رخصت کړي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ″یو. ان. ډي. پي″ له خوا د میلیونونو ډالرو د فساد په اړه څیړنه دوام لري، دې ادارې پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان د پولیسو د ملاتړ مالي صندوق رییس او مرستیال یې په اداري رخصتي لیږلي، دا هغه عبارت دی چې د تحقیقاتو په جریان کې له دندې د ګوښه کیدو لپاره کارول کیږي.


لویدیځو ډیپلوماتانو په کابل کې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي؛ چې د افغانستان د نظم او قانون د صندوق چې د افغان پولیسو د معاشونو مسوولیت لري، رییس او مرستیال یې د دې صندوق له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه د څیړنې په جریان کې له خپلو دندو لیرې کړای شوي دي.

″سندیپ کمار″ چې د هند تبعه دی او د هغه افغان مرستیال مشتاق رحیم په افغانستان کې د ″یو. ان. ډي. پي″ لوړرتبه چارواکي دي؛ چې د دې ادارې له یوشمېر نورو محلي کارکونکو سره یوځای له کاره ګوښه شوي دي.

د نظم او قانون صندوق یو اعشاریه څلورمیلیارد ډالره بودجه لري؛ چې پیسې یې امریکا، اروپایي اتحادیه او جاپان ورکوي.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له راپور سره سم، تیره میاشت دې ورځپاڼې په دې اداره کې د فساد مساله راپورته کړې وه؛ چې هغه مهال ملګروملتونو دغه ادعا ردکړې وه، خو اوس دغه سازمان اعلان وکړ، چې په دې اړه تحقیقات پیل شوي او دغه کسان یې رخصت کړي دي.

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا ″یو. ان. ډي. پي″ یوه چارواکي ویلي؛ چې په دې اقدام سره دې ادارې وښوده، چې د فساد د مسالې په وړاندې به له هیڅ ذغمه کاروانخلي او د روانې میلادي میاشتې په نهمه نیټه د درې نورو ټیټ رتبه کارکونکو له کاره ایستل هم دهمدغو هڅو یوه برخه ده.

″یو ان ډي پي″ دې ورځپاڼې ته ویلي، چې په دې اړه جدي څیړنه روانه ده څو هغه کسان چې د دغه صندوق له پیسو څخه په ناوړه ګټه اخیستنه کې لاس لري، په نخښه کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

د تحقیقاتو ډله به همدارنګه د دې پروګرام د تدارکاتود د وه میلیون او دوه سوه زره ډالرو د لګښت د څرنګوالي او هم په افغانستان کې د ″یو ان ډي پي″ په اداره کې د دغه جرم د پټولو د هڅو د ادعاو په اړه جدي څیړنه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا یو بله مساله چې څیړل کیږي دا ده چې د زرګونو هغو پولیسو معاشونه اجرا شوي، چې عملا د پولیسو په لیکو کې حضورنه لري.

لویدیځو سرچینو د یوې بلې ادعا هم ویلي، چې وایي ″یو ان ډي پي″ په افغانستان کې په خپل دفتر کې په لوړو معاشونو داسې کسان ګمارلي چې له ځواکمنو افغان مشرانو سره نژدې اړیکې لري.

په افغانستان کې د دغې ادارې کارکونکو په ۲۰۰۹ کال کې خبرداری ورکړی و؛ چې د نظم او قانون د مالي صندوق ډیرې پیسې د پولیسو د هغو افسرانو پرمعاشونو مصرفیږي؛ چې عملا د پولیسو په لیکو کې نشته.
XS
SM
MD
LG