د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

یوشمېر کوچي زده کوونکي وايي، د دوی تحصیلي بورسونه نورو ته ورکړل شوي


سږ کال نورو کلو برخلاف لوړو زده کړو وزارت کوچیانو ته د مختلفو هېوادنو ۷۳ تحصلي بورسونه ځانګړي کړي، چې دغه کوچیانوته د ښوونې په برخه کې ښه زیری دی.

د کوچیانو د خپلواک ریاست چارواکي وايي، چې له یادو بروسونو څخه یې ۶ـ۶ د کوچیانو ۱۰ وکیلانو ته ورکړي او د پاتې ۲۳ په اړه به یاد ریاست پریکړه کوي.

خو په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی یوسف صابر وايي؛ چې یاد ریاست ورته د پنځو کسانو د معرفي کېدو خبره کړی، هغه ډاډ ورکوي، چې تر ډېره به هڅه وکړي، چې یاده پروسه په شفاف ډول ترسره شي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو یوه بله استازی هیلي ارشاد بیا وایي؛ چې د کوچیانو د ریاست له خوا ورته ویل شوي؛ چې دوه کسان یادو بورسونو ته معروفي کوي.

د کوچیانو ریاست او یادو شویو وکیلانو ترمنځ درې ډوله خبرې د دې ښکارندوی کوي؛ چې په دې برخه کې درغلۍ ته لاره هواره شوې ده.

هغه شمېر کوچیان زده کوونکي چې په تېرو لسو برسونو کې کاندید وو وايي؛ چې له ازموینې وروسته چې کله دوی یادو برسونوته معرفي شول، پرځای یې داسې کسان ولاړل چې کوچیان نه وو.

سید اکبر کوچی چې د برسونو په تېره دوره کې هند ته تللی و او د سیاسي علومو په برخه کې یې زده کړې کړې ازادۍ راډیو ته وویل:

خو د کوچیانو په خپلواک ریاست کې د بهرنۍ پالیسۍ اوهمغږۍ رییس عبدالوهاب سیلمانخیل په تیرو برسونو کې د درغلۍ خبره ردوي او وايي چې یادو بورسونو ته یې هغه کوچیان زده کوونکي ور معروفي کړي وو، چې هویت یې د وکیلانو له خوا تثبت شوی وو.

بل خوا په همدې ریاست کې یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو وویل چې تیرو برسونو ته د کاندیدو زده کوونکو لیست دهغه وخت ځینو وکیلانو له خوا په ریاست کې دننه وشلول شو او پرځای ېې داسې زده کوونکي چې اصلي کوچیان نه وو ورمعرفي شول.

د کوچیانو د ریاست د چارواکو په وینا له اټکل سره سم اوس مهال په افغانستان کې نږدې ۴،۵ میلیونه کوچیان اوسیږي چې یواځې ۲۹ زره زده کوونکي یې په ۱۳۰ ښوونځیو کې زده کړې کوي چې ۷ زره یې انجونې جوړه وي.

د کتونکو په اند په تیرو لسو کلو کې چې نږدې ۹ میلیون افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي په دوي کې د کوچیانو شمېرد اندېښنې وړخبره ده.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG