د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۸

د هند په کنفرانس کې به نړېوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي


د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې ټاکل شوې یو لوړ پوړي دولتي پلاوی په نږدې راتلونکې کې هند ته له پانګونې نه د ملاتړ په هدف په جوړیدونکې کنفرانس کې د ګډون لپاره سفر وکړي.

د دې وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل؛ چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د شتو ستونزو په هکله خبرې وشي.


ټاکل شوې د هند په کنفرانس کې چې په افغانستان کې له پانګونې نه د ملاتړ په هدف جوړیږي، په افغانستان کې د شتو فرصتونو په هکله خبرې وشي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزرات ویاند جانان موسي زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د افغانستان له خوا چې کوم پلاوی دی کنفرانس ته ځي نو په هیواد کې به د پانګونې په برخه کې د شته ستونزو په هکله هم خبرې وکړي.

دی وایي، چې افغان پلاوی به نړیوال او سیمه ییز پانګوال وهڅوي څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.


ښاغلی موسی زی هیله مند دی چې له پانګونې نه د هند د ملاتړ کنفرانس به د توکیو د کنفرانس لپاره هم ګټور وي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې له پانګونې نه د ملاتړ کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په هند کې جوړ شي.

وروسته له هغه به د جاپان په توکیو کې یو بل اقتصادي کنفرانس پيل شي، او پدې کنفرانس کې به له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له خوا د لسو کلونو لپاره د مرستو په هکله خبرې وشي.

همدا راز ټاکل شوې چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ د یو بل نړیوال پراختیايي کنفرانس لپاره برازیل ته ولاړ شي.

جانان موسی زی وایي چې ددې کنفرانس په یوه څنډه کې به د افغانستان په هکله هم خبرې وشي.

″د دې کنفرانس په یوه څنډه کې د افغانستان د تیرو لسو کلونو د بیلابیلو لاسته راوړنو او پرمختګونو په هکله خبرې وشي.

هغه پرمختګونه سیاسي، اقتصادي او د عامې روغتیا په برخه کې پرمختګونه دي چې په هکله به یې نړیوالو ته معلومات وړاندې شي.

او همدا راز به په افغانستان کې د شته ستونزو په هکله هم خبرې وشي چې په هغو کې زلرلې، د اوبو کموالی او ځینو نورې ستونزې شاملې دي خبرې وشي.″


په افغانستان کې له پانګونې نه د ملاتړ کنفرانس پداسې حال کې په هند کې جوړیږي چې یو شمیر بهرني پانګوال په افغانستان کې د امنیت د نه شتون له امله پدې هیواد کې پانګونه نه کوي.

خو تر اوسه نه ده څرګنده چې افغانستان به وکولای شي د نړی او د سیمې هیوادونو د پانګوالو اندیښنې له منځه یوسي او کنه؟

د اقتصادي چارو یو شمیر کارپوهان بیا په افغان حکومت انتقاد کوي چې هند ته له یوې ځانګړې پروګرام سره نه ځي څو وکولای شي نړیوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG