د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۸

ښاري پراختیا وزارت د ټوکیو له کنفرانسه یونیم میلیارد ډالره مرسته غواړي


د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت، د راتلونکو لس کلنو پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره، د توکیو له کنفرانس څخه د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرسته غواړي.

په دې پروګرامونو کې د ښاري پراختیا، د زیربناوجوړول، دکورجوړولو پلانول، د ودانیومعیاري کول، سړکونه، د اوبو رسولو سیستمونه او داسې نور شامل دي.

د ښاري پراختیا وزیر ډاکتر حسن عبداللهي د یکشنبې په ورځ، په کابل کې د یوشمېر سفارتونو او مرستندویو ټولنو د استازیو په ناسته کې وویل؛ د توکیو کنفرانس، ښایي افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو وروستی چانس وي او په کار ده، چی د دې ټولنې د مرستو جلبولو ته قانع کوونکي پروګرامونه ترتیب شي.

″نن مو له لویو مرستندویانو سره وروستۍ مشورتي ناسته لرله؛ ترڅو له موږ سره د لس کلنو پراختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې مرستې وکړي.

موږ ورته د یو اعشاریه شپږ میلیاردو ډالرو د مرستې وړاندیز کړی دی. په ښاري سکتور کې، ښاري پراختیا، کابل ښاروالۍ، سیمه يیز ارګانونه، نوی کابل، د اوبو رسولو اداره او داسې نورشامل دي.″


حسن عبداللهي هیله وښوده، چې د ټوکیو په کنفرانس کې د هیواد د ښاري پراختیا د پلانونو له پلي کولو سره مرستې وشي.

د ښاري پراختیا وزیر دا هم وویل، اوسمهال د هیواد د نفوسو یوازې لس فیصده په ښاري سیمو کې ژوند کوي، چې دا سیمې هم اویا فیصده غیرمعیاري دي او لازم خدمات نه شي وررسیدلی.

ده داهم وویل، غیرمعیاري ودانیو ښاریانو ته لویه ستونزه جوړه کړې؛ که نړیواله ټولنه له دوی سره د نویو پلانونو په معیارې پلې کولو مرسته ونه کړي؛ ستونزه به له دې هم زیاته شي.

د ناستې بهرنیو ګډون والو وویل، د ښاري پراختیا د وزارت پر پراختیایي پروګرامونو به د توکیو له کنفرانس څخه دمخه کره کتنه وشي.

د جاپان سفارت استازي وویل:

″زما په نظر دا یوښه پیل دی. زه دا ستایم چې د دې وزارت کارکوونکي، پر مهمو موضوعګانو او ضرورتونه بحث کوي، دا لومړیتوبونه ایجابوي، چې بیا بیا پرې په څو میاشتو کې یوځل له سره بحثونه وشي.

د مرستو امکان شته خو په کار ده چې ضرورتونه وپیژندل شي.″


په دې ورځو کې د افغان حکومت بیلا بیلې ادارې غواړي، د توکیو کنفرانس ته د مرستندویو هیوادونو د مرستو د جلبولو په نیت خپل کاري پلانونه ترتیب کړي.

تیره ورځ د پوهنې وزارت د پوهنې د پراختیا او معیاري کولو د یوپراختیایي پروګرام د ترتیبولو خبر ورکړ.

ټاکل شوې ده، د افغانستان لپاره د توکیو کنفرانس د راتلونکي میلادي میاشتې په اتمه نیټه د جاپان په توکیو ښار کې جوړ شي.
راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG