د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

د خیبر پښتونخوا محصلین: د پکتیا پوهنتون دې له WHO سره راجسټر شي


د خيبر پښتونخوا يو شمېر محصلين چې په پکتيا پوهنتون کې زده کړې کوي، له دوی سره له کېدونکي چلند خوښ دي، خو دوی د خپلو سندونو د حقوقي ارزښت او باور په اړه اندېښنه څرګندوي او غواړي؛ چې د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځی بايد د روغتيا له نړيوال سازمان سره راجسټر شي، څو وکولی شي. خپلو سيمو ته تر ستنېدو وروسته د دغه پوهنتون د سند له مخې په ډاډه زړه کار وکړي .

په يادو شويو محصلينو کې داسې هم شته چې په پښتو خبرې نه شي کولی؛ خو د پوهنتون له چاپيريال او د سيمې د خلکو له چلند څخه خوښي څرګندوي، د ازاد کشمير د مظفر اباد سيمې څخه راغلې محصله مبارا بشارت همدا خبره کوي :

″زه د طب پوهنځي د پينځم کال محصله يم او له افغان دولت څخه مننه کوم، چې زما د زده کړو د پرمخ بيولو له پاره يې دلته په پوهنتون کې ښه زمينه سازي کړي، د زده کړو پرمهال،د پوهنتون په داخل او بهر کې له ستونزو او مشکلاتو سره نه يم مخ شوې؛ هغه ډول امکانات چې افغان محصلينو ته په نظر کې نيول شوي؛ زه هم لرم او تر دې مهاله مې کومه امنيتي ستونزه هم نه ده حس کړې.″

خو د دې ترڅنګ د پښتونخوا د محصلينو په ګډون د دې پوهنتون د طب پوهنځي محصلين غوښتنه کوي؛ چې د پکتيا پوهنتون طب پوهنځی دې له نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) سره راجسټر شي سوميرا وايي:

″زموږ د طب پوهنځی که چېرته له نړيوال روغتيايي سازمان سره راجستر نه شي نو بيا موږ هلته په خپله سيمه کې له ستونزو او مشکلاتو سره مخ کيږو.″

د طب پوهنځي د ګڼ شمېر محصلينو خبره ده که چېرته دا پوهنتون د نړيوال روغتيايي سازمان سره راجسټر شوی نه وي؛ دوی نه شي کولی، په خپلو سيمو کې له دې ځای څخه د اخيستل شويو سندونو په درلودلو کار وکړي او دا ورته ډېره مهمه ده چې دا پوهنځی د دوی تر فراغت وړاندې له نړيوال روغتيايي سازمان (WHO) سره راجستر شي.

ډېر محصلين که د پوهنتون له داخلي چاپيريال څخه خوښ دي، خو ځينې نور داسې هم شته چې وايي، په پوهنتون کې له يو لړ ستونزو سره مخ دي، رحيم الله په دې اند دی، چې په پوهنتون کې داخلي مشکلاتو ته بايد د حل لار پيدا شي.

په پوهنتون کې له شته داخلي ستونزو يادولو ورهاخوا ځينې محصلين داسې هم وايي؛ چې خپلو کورنو ته د تګ راتګ پر مهال پر لارو کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ کيږي، عرفان چې د پېښور اوسېدونکی دی وايي، چې په لارو کې د تګ راتګ مساله يې ډېره غټه ده، دی زياتوي چې له پکتيا څخه د جلال اباد پر لاره داسې پېښور ته اوړي.

د ده غوښتنه ده، که چېرته وشي چې د صدې او پاړچينار له سيمې څخه په دې لارو لاړشي له يو لوري به ژر رسيږي او له بل لوري به يې مصارف کم شي، خو دی وايي: ″اوس ځکه په دې لارو نه ځو چې د شعيه ګانو او سونيانو لويه مسله ده؛ که چېرته دا حل شي، زموږ له پاره به غټه لاسته راوړنه وي او له دې لارې به ځو راځو.″

ډاکټر جاويد اکبري چې د ياد پوهنتون د طب پوهنځي ريیس دی، د محصلينو يادې شوې ستونزې مني او وايي:

″موږ هڅه کوو، چې د پوهنتون د ادارې او ولايتي ادارې په همکارۍ د محصلينو دا ستونزې ژر ترژره هوارې شي خو تر اوسه پورې زموږ پوهنتون نوی دی او ستونزې به وي خو انشاالله ژر ده چې د هواري لار ورته پيدا کړو.″

محصلين په دې ټينګار کوي، چې د دوی د ستونزو د هواري له پاره بايد د وزارت په کچه کار وشي او اداره بايد دا پوهنتون په نړيوالو معيارونو برابر کړي، چې دا کار له يو لوري پوهنتون ته رشد ورکوي او له بل لوري د خيبر پښتونخوا ګڼ محصلين له ستونزو خلاصيږي؛ دا چې تر اوسه پورې څه کارونه شوي د همدې پوهنتون ریيس پوهندوی عبدالرحيم فراهي يې په اړه وايي:

″موږ هڅه کړې، چې د دې محصلينو دا ستونزې هوارې شي او موږ په کوشش کې يو، چې کدري شفاخانه ورته جوړه کړو، چې د WHO يو معيار هم د پوهنتون د رسمي کېدو همدا دی چې شفاخانه ولرو.″

د يادولو وړ ده چې يونيم کال وړاندې د خيبر پښتونخوا پېښور څخه د اريانا نا رسمي پوهنتون د پکتيا پوهنتون سره په مدغم کېدو رسمي بڼه خپله کړه او له ارزيابۍ وروسته يې ټول محصلين په ياد پوهنتون کې په همغو ټولګيو کې د لوړو زده کړو وزارت د لايحې سره سم جذب کړلی شو؛ چې اوس دغه پوهنتون د (طب، انجينري، حقوق، زراعت او تعليم تربيه) په ګډون پينځه پوهنځي لري، چې په يادو پوهنځیو کې دپولې دواړو غاړو نږدې ۳۵۰۰ زره محصلين په زده کړو بوخت دي چې په دې کې د خيبر پښتونخوا د محصلينو شمېر تر ۱۰۰ نجونو او هلکانو اوړي.
XS
SM
MD
LG