د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د سولې پرضد توطیې کوي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ د سولې او پخلاینې په روانو هڅو او په دې برخه کې په موجودو ستونزو هم بحثونه کړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د مشر په حواله لیکلي، چې په کور دننه او بهر ځینې کړۍ د سولې بهیر په وړاندې توطیې جوړوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدین رباني په دې باور دی، چې دا هڅې د ځینو هغو کړیو له خوا کیږي، چې په جګړه کې خپلې ګټې ګوري او د ده په وینا د استاد رباني او ارسلا رحماني ترور هم د دغو کړیو د توطییو لړۍ ده.

خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي، چې ښاغلي رباني د دغو کړیو په اړه کوم وضاحت ورکړی او که نه، خو د کتونکو په حواله یې لیکلي، چې دا تر ډیره هغه کړۍ دي، چې له طالبانو پخوانۍ دښمني لري.

خو ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې بیا په ایران او پاکستان انتقاد کړی، چې په افغانستان کې د سولې د هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي او لیکلي، چې ایران په افغانستان کې دننه سوله غوښتونکو خلکو ته ګواښ پیښوي او پاکستان یې بیا په خپله خاوره کې په نښه کوي.

ورځپاڼې د دې ستونزې د پای ته رسولو لپاره سپارښتنه کړې، چې په ایران او پاکستان باید د سیمې د هیوادونو په وسیله فشار راوستل شي، څو له خپل دوه مخې سیاست نه لاس واخلي.

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د سولې د بهیر په روان حالت اندیښنه څرګنده کړې او لیکلي، چې له ډیره وخته په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

ورځپاڼې لیکلي، که د سولې هڅې ګړندۍ نه شي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې په هیواد کې موجوده ستونزو ته سیاسي حل پیدا نه شي، نو ممکن افغانستان له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

ورځپاڼې لیکلي، د دې لپاره، چې په افغانستان کې د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې خوندي شوي وي او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هیواد چارې په ښه توګه سمبال شي، نو په کار ده، چې د سولې او پخلاینې هڅې د بریالیتوب تر حده یوړل شي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره سیمه ییزه همکاري ضروري بللې او لیکلي، چې په دې برخه کې باید پراخې هڅې وشي.

ورځپاڼې لیکلي، چې که د ګاونډ او سیمې هیوادونه په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې خپلې ژمنې په صادقانه ډول عملي کړي او د ترورزم په خلاف په مبارزه کې همکاري وکړي، نو لرې نه ده، چې سیمه د امن په زانګو بدله شي.
XS
SM
MD
LG